(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زړهءور

[30.Oct.2017 - 20:55]

 

       زړهءور

الله تعالی پیدا کړي نعمتونه خوندور

بنده ګان  ډيري ناشکره او چټي وي مره ور

آسمان،ځمکه،لمر،سپوږمۍ او هوا اوبه ډوډۍ

شکر باسي پې هغوی چې وي سرور او سترګه ور

په حلالو چې ېې ګټي ،دانشور که هنرور دی

هیڅ به نه شي پوروړی تل به وي ګذاره ور

که هر څومره عالِم پوخ وي ژبه ور او خوله ور وي

په عمل که ګامور نه وي،د چا نه شي پرې باور

مقتدیان نلري ډوډۍ ،ملایان شول خیټور

<دین ېې ایښی دام دنیا> ته که مفتي دی که رهبر

چې زحمت باسي ځوانان مټور او هډور

د محمود لټان به ګرځي پوډریان او ځناور

څوک ېې ورک شول په ژوندوني څوک ېې مړه په لر اوبر

آ خانان او مخه ور وو شمله ور او نامور

هاغه ثور خندآور وء که دا طغیان ژړاور

او کابل په وینو سور شو او سوځي پیښور

ټاکنې ټکڼۍ دي درغلۍ د زر او زور

که خدای غوښتل یو وخت به پرې ورځمه زه زړءور

زړور ساپی

-
بېرته شاته