(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کلي رنګونه

[25.Oct.2017 - 15:04]

ماته د کلي د رنګونو قیصې ولې کوې؟ 

 

په هغه کلي کې اوس خوند چرته دې ، رنګ چرته دی؟ 

هلته نغمه چرته ، نظر چرته ، لونګ چرته دی؟ 

هلته کې خوب چرته ، تعبیر چرته ، تصویر چرته دی؟ 

هلته نشه چرته ، خمار چرته ، اهنګ چرته دی ؟ 

ماته د کلي د رنګونو قیصې ولې کوې 

 

اوس هغه کلې هغه کلې پاتې شوې نه دی 

نه يي چینه شته . نه ګودر شته نه د مینې ټپې 

نه هلته هغه مروت شته چې ژوندې اومه پرې  

نه هلته هغه لیوني محبتونه شته دی 

نه د رباب د ټنګ سره هغه دردونه شته دی 

 

ماته د کلي د رنګونو قیصې څله کوې ؟ 

 

په هغه کلي کې بلا د وحشتونو ګرځي 

په هغه کلي کې ملا د سپین او تور مالک دی 

په هغه کلي کې غیرت د ژبې سر ته راغې 

په هغه کلي کې ګلونه په میرو کې سوزي 

ژوند د ناڅافه حادثو په سرو لمبو کې سوزي 

 

ماته د کلي د رنګونو قیصې ولې کوې؟ 

 

په هغه کلي کې مجنون د ناکامۍ نوم دی 

په هغه کلي کې فرهاد د بربادۍ نوم دی 

په هغه کلي کې رنځونه د روحونو ډیر دي 

په هغه کلي کې اورونه د نیتونو ډیر دي 

اوس هغه کلي کې زما خبرې نه اوري څوک 

ماته د کلي د رنګونو قیصې ولې کوې ؟

 

زه که دنیا کې هر یو ښکلي ښار ته تلې یمه 

زه که د ژوند په هره لاره ګرزیدلې یمه 

ما دغه کلې د خپل ځان سره یو ځاي بوتلې 

ما دغه کلې په یو حال کې هم هیر کړې نه دی 

خو دغه کلي زه په هیره هم یاد کړې نه یم 

 

زما د خیال او خوب ښایسته کلې وهمونو وخوړ 

ډیرو تیارو ، ډیرو بې ځایه نفرتونو وخوړ 

اوس هغه کلې زما کلې پاتې شوې نه دی

اوس هغه ښکلې کلې ، ښکلې پاتې شوې نه دی 

 

د خاورو شوو ارمانونو قیصې څله کوې ؟

ماته د کلي د رنګونو قیصې څله کوې ؟

 

ی

-
بېرته شاته