(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سیلا ني

[25.Oct.2017 - 14:46]

سیلا ني 

چې ښایست ترينه شرمیږي اروپا ده

چې وختونه پري نازیږي اروپا ده

زه د ژوند په دغه واړه رنګینو کې

د نازونو د رنګونو په سپرلو کې

سیلانې یم په مزه مزه روان یم

.........................................

کله ودریږم په غور باندي ګورم

د " پاریس " د حسن لوړو منارو ته

کله کله وارخطا ګوته په خوله شم

د "بیلجیم " " فرانس "حسینو نظاروته

دغه لوړو محلونو ته حیران شم

خیال مي یوسي د خیالونو پلوشو ته

چې "هالینډ "کې د یارانو سره ګرځم

د نظر په نظر ګورم ښاپيرو ته

د ‌‌‌‌‌‌"ډنمارک "او د " اټلي " واړه رنګونه

ځایومه د زړګي په درزیدو کې

دلته ناز دلته مستي دلته ادا ده

دلته شپه هم ویښه ویښه ده رڼا ده

 

چې وختونه پري نازیږي اروپا ده

زه د ژوند په دغه واړه رنګینو کې

دنازونو د رنګونو په سپرلو کې

سیلانې یم  په مزه مزه روان یم

.............................................

 

هر یو ښار د "جرمني "بدل بدل دې 

زما خیال په کې چورلک وهي ورکیږي

چا لاسونه برغ ورکړي دي روان دي

څوک د یو بل نه ځاریږي قربانیږي

څوک خیر مار دي خو خیرات په هنر غواړي

د جذبو په ژبه څومره ښه پوهیږي

دوکانونه د ښایست دي غوړیدلي

چې یقین ورته حیران دې حیرانیږي

"سویس "لري هم ، هسي رنګه ښکلا ګاني

چې دنیا یې په کتلو نه مړیږي

د هر چا دلته کې بیله شان دنیا ده

د حیا نه ورکه شوي چې حیا ده

 

چې وختونه پري نازیږي اروپا ده

زه د ژوند په دغه واړه رنګینو کې

د نازونو د رنګونو په سپرلو کې

سیلانې یم په مزه مزه روان یم

.........................................

 

له دي واړه ښایستونو مي زړه تور شي

چې را یاد راته لوګي د "پيښور " شي

اروپا راته پردۍ پردۍ ښکاره شي

چې را یاده مي حیا د "هشنغر " شي

پښتون خیال مي دغیرت سندري وایئ

را په زړه چې مي " تیرا" کلهخیبر " شي

د "سوات ، "دیر " او "صوابۍ "رنګونه ستایم

چې ضمیر مي د زړګي سره په شر شي

 

چې لا یقه هم غیرت دې هم وفا ده

د یورپ نه ‌‌‌‌‌‌ډېره ښکلي " پښتونخواده

امن غواړمه په دغه رنګینو کې

د ګلونو او رنګونو په ورشو کې

زه پښتون یمه د میني قدردان یم

سیلانې یم په مزه مزه روان یم

...........................................

 

لا یق زاده لا یق

-
بېرته شاته