(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بېلچې پسې راواخلو

[18.Oct.2017 - 12:57]

 بېلچې پسې راواخلو!

ملک میرام ګل

تر څو چې دا نظام او دا د غم ديموکراسي وي

شروع به خرک… وي

تر څو چې مو والي او وکيل برخو کې سهيم وي

حالات به مو وخيم وي

تر څو چې وزارت کې شل کلن هلک جنرال وي

راپاتې به جنجال وي

تر څو چې ګومارنه د پوليس فرمايشي وي

 قوماندان هسې باشي وي

نو نه به امنيت وګورو او نه به ارامي شي

دووس په کې نامي شي

تر څو چې مدني فعالان چکچکو ته راټول وي

سوری به د دوی ډول وي

تر څو چې فرهنګيان راټول د بل په دسترخوان وي

سپرلی به مو خزان وي

تر څو چې شاعران شونډې سينې او سترګې ستايي

نو شپې يې په بيديا يي

تر څو چې ملکان او مشران خپل منځو کې وران وي

ولس ته به تاوان وي

نو!

 راځئ چې څو څوباړي څو چوکې پسې راواخلو

بېلچې پسې راواخلو

لومړی يې د ستاينو موشتکيان کونو کې چوخ کړو

ساړه د هر يو کوخ کړو

فيسبوک پسې راواخلو او ټويټر پرې استعمال کړو

هر مشر د اوبال کړو

او يو بل: نو!

که هر څوک دې جهاد نه په چل ول اوباسي کونه

شادو پکې دننه

چې څوک به يې نور ښه وايي نو خلاص دې شي له دينه

راتاو شه لونګينه

نوټ: د هېواد سلو ناميانو د خپل ګنده ګیر وزمه عادت له مخې د دېرش ميليونو خلکو په ستوني خپلې متيازنې پلاستيکي څپلکې اېښې خو دا دېرش ميليونه ورته ټېغې ټېغې ګورې او څه نه وايي. ای خدای تاسو واخله!! (دېرش ميليونو)

بل نوټ: هغه شاعر خو هسې خپل ترمپت نه و غږولی هغه چې ویلي يې و: تاسې کې غيرت چرته ايمان چرته دی!

 
-
بېرته شاته