(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وطن

[18.Oct.2017 - 11:44]

چا چی په خپل سر ستاسی د سیوري هر کلی کړی

نن یی ستاسی کړنو باندی سوی اسویلی کړی

 

تاسی اولادونه اروپا ته ژوند ته واستول

مونږ باندی مو تل د جنګ سکروټو ته پوکی کړی

 

تا یی اسلامي جذبی نه ځان ته ګټه پورته کړه

څومره دی ددی صادق ولس سره زیاتی کړی

 

ستا د ځان غوښتنی هوس څومره ځوانئ واخیستی

نن هم د څو بورو میندو زړونو شین لوګی کړی

 

څومره غولوونکی مداري ژبه دی خوله کی وه

مونږ باندی دی دری لسيزی ستړی جنګ پردی کړی

 

تاته په ميراث ددی ملت سرنوشت پاتی دی

تا یو قوم ځپلی او د بل دی لاسنیوی کړی

 

بس (حیاته)هرغل او ډاکو پکی اتل یاد دی

دی وطن کی چا سره چا کله سپیناوی کړی

هدایت الله (حیات)

-
بېرته شاته