(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوعا

[12.Oct.2017 - 06:49]

د   لويو  لويو  قدرتونو ربه

يو تمنا ده اورېدی شې که نه

 

ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی

د چا د زړه لوګی ليدی شې که نه

 

ستا د سېليو طوفانونو په مخ

يو اسوېلی دی درلېږل يې غواړم

 

ستا د څپو څپو سيندونو په نوم

لېمه راډک شول څڅول يې غواړم

 

هسې نه چُڼ د خولې وېستل کُفر شي

هسې نه تاتم ژړېدل کُفر شي

 

ستا د جنت د نعمتونو نه ځار

زه درته وږی په جهان ژاړم

 

ستا د دوزخ له لړمانو توبه

زه درته دغه لړمان ژاړم

 

دلته د ګېډې دوزخ تش ګرځوؤ

هلته شو ستا د دوزخونو خشاک

 

دلته د دغو قصابانو خوراک

هلته د هغو ښامارانو خوراک

 

نه مو ځان تور کړو او نه سپين پاتې شو

نه د دُنيا شو نه د دين پاتې شو

 

ستا د سنګينو فېصلو نه قُربان

ولې حېران يم کوم قانون ومنم؟

 

ته خو دې خپل قارون په زمکې منډې

زه دې په سر باندې قارون ومنم؟

 

ستا په رضا زما رضا ده ربه

کاڼی هم نس پورې تړلی شمه

 

خو چې ښامار په خزانو ووينم

آخر انسان يم څنګه غلی شمه؟

 

راډک شو زړه  ايسارول نشم

خُله ماته ښه ده خو ګنډلی نشم

 

ستا د جنت په تمه تمه چې مري

د هغه وږؤ په سلګو مې قسم

 

په دې دوزخ کې يې نور نشم ليدی

ستا د رضوان په منارو مې قسم

 

يا خو د زمکې په دې ارته سينه

ما ته خپل ژوند زما جنت راکړه

 

يا د نهر دوزخي مرګ نه مخکې

د يوې چيغې اجازت راکړه

 

چې دا ستا وږي ستا په خوان ماړه کړم

يا په خپل ځان باندې کارغان ماړه کړم

 

اجمل خټک

-
بېرته شاته