(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګیالی دزمانې

[29.Sep.2017 - 16:14]

دمغولي استبداد او زورزیاتي پر خلاف دخوشال بابا د لومړني پاڅون اعلان ( دافغان په ننګ مې وتړله توره ) نومیږی چې دخوشال بابا یو ستر شاهکار او داوچتې پایې نظم ګڼل کیږي .

پرورده که دمغولو په نمک یم

داورنګ له لاسه هم دغریوه ډک یم

په ناحق یې په زندان کړم یو څو کاله

خدای خبر دی که په خپل ګناه زه شک یم

پښتنوسره زړه توردی دمغولو

خبرداریې په نیتونو یک په یک یم

که سره که ناسره راته معلوم دي 

په داکار کې په معنا لکه محک یم

هغه زیست چې دعزت له مخې نه وي

چې يې کا په هغه زیست پورې هک پک یم

اوریې پورې په منصب په نوکرۍ شه 

چې تر فهم او تر نظر دمغول کلک یم

په خپل نام او ننګ چې راشم لیونی شم

خبردار کله په سود وزیان دلک یم

هرپښتون چې دمغولو نو کري کا

که دې زده دهغو واړو بهترک یم

دخټکو بې ننګي چې راپه یاد کړم

زړه مې بد له خپله ځانه چې خټک یم

چې منصب مې دمغول خور یو ملک وم

چې منصب دمغول نشته اوس ملک یم

دفرمان دپروانې حکم یې نشته

شکر داچې په خپل حکم په خپل وک یم

نه مې کار په خاص و عام ته په دیوان شته

نه په وره ولاړ دهریوه مردک یم

آزادي ده په ساده سپینه جامه کې 

خلاص دغمه دزربفت او دمیلک یم

دوښو جونګړې هسې راته ښې شوې 

وای ناست په محلونو دآهک یم

که اوګره دبټو شته په شلو مبو سپینو

دمغولو پولاو پاتې ډیرپرې ډک یم

که مې عمر په شماره تر شپیتو تیر دی

لا په کار کې دسورلۍ لکه ازبک یم

دافغان په ننګ مې وتړله توره

ننګیالی دزمانې خوشال خټک یم

-
بېرته شاته