(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رنګین خوبونه

[29.Sep.2017 - 16:01]

 

بیا دې په زلفانو کې آشنا ګلونه وینم

بیا دې په زلفانو کې آشنا ګلونه وینمه

توروتورو شپو کې څه رنګین خوبونه وینمه

فکر کړه نایڼې (۱)په وروورو یې زلفې ګوره

ځوړند یې هر تار کې پریشانه ولونه وینمه

چیرته میخانې دي چیرته حسن د نغمو سره

وینم په قدم قدم ښایسته غمونه وینمه

 

هغه ده دحشر په میدان کې تماشه شوله

یو دچا ګریوان بل دجوهر لاسونه وینمه

 

------------

۱- نا یڼه = آرایشګره ، سینګار کوونکي ،سینګارګره . په عربي زبه یې مشاطه بولي او په انګریزي کې ورته Beautician وایی . دنایی میرمن ته هم په پښتو کې نایڼه ویل کیږي .

 

https://www.youtube.com/watch?v=Fo7L_PMHMWA

 
 
-
بېرته شاته