(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مناجات

[25.Sep.2017 - 10:53]
مناجات 
 عبدالباري جهاني 
لويه خدايه درنه غواړم ، بيا خپلواک افغانستان مې
هغه غرونه پټ په واورو ، هغه لعل د بدخشان مې
شګوفې مې د بادامو ، ګل غونډۍ او ارغوان مې
سره ګلونه د انارو ، کندهار غېږ د جانان مې
بوي د ګلو د نارنجو ، ننګرهار ښکلي زلميان مې
له آمو تر ارغندابه ، يوه کړيکه، يو ميدان مې
خدايه داسې وطن غواړم ، چې مې خپل پکې واکمن وي
چې قومونه سره خپل وي، د يوې ابۍ زامن وي
داسې ملک درڅخه غواړم ، چې مې خپلې وي پلټنې
غرونه خپل ، سيندونه خپل وي ، زموږ کېږدۍ وي پکې پلنې
چې په زړه د توپانو کې ، لکه غر هسې ولاړ وي
نه واورين ژمي یې مات کړي ، نه یې وېره له اهاړ وي
چې مې کلي ، چې ښارونه ، په پښتو راته ګړېږي
چې مې غرونه پښتو وايي ، په سيندونو کې بهېږي
چې په ليکم حماسې مې ، د ازل د شمله ورو
چې په اخلم جنازې مې ، د نړۍ د زورورو
چې ليلا پښتو مې نه وي ، زه د چا ښکلا به ستايم
زه به چا ته نظم ليکم ، زه به چاته غزل وايم
کومه ژبه به مې ستايي ، د کېږديو دنګې ښکلې
کوم نسيم به راته راوړي ، بوي د ګلو د سنځلې
خدايه پڅه خو یې مه کړې ، د خوشال فولادي توره
ترقيامته درنه غواړم ، پر اورنګ باندې مور بُوره
دې پېچومو ، دې دښتونو ، توپانونه دي ليدلي
د پېړيو سرکښانو ، پرې آسونه ځغلولي
له سکندره تر فرنګه ، مات لېچونه دي وتلي
پرهارونه یې خوړلي ، ککرۍ یې رغړېدلي
نن که يو بل سره وژني ، خير دی ، پوه به شي نادان دي
هاى قربان یې تر بګړيو ، زما اولس دی ، زما جانان دي
يوه ورځ به داسي راشي ، چې قومونه سره خپل وي
په يوه خوله به غږېږي ، يو به کور، يو به مورچل وي
ړندوي به غبرګې سترګې ، د لستوڼي د مارانو
نه به نوم د دُراني وي ، نه به څرک وي د غلجيانو
مونګ او موږ ، پختو ، پښتو به په يوه ژبه ګړېږي
سېب ، مڼه ، ونه او درخته ، سايه ، سيورى به يو کېږي
نه به لاس د مېړنيو ، د خپل ورور په وينو سور وي
نه به وينو ته څوک تږى ، د کاکا او د تربور وي
نه مرمۍ به پر کورونو ، د خپلوانو اوروي څوک
نه قبرونه هدېرې به ، په تربرونو ډکوي څوک
يو ملت ، يو به بېرغ وي ، يو به خداى ، يو به ايمان وي
يو وطن ، يو به لښکر وي ، يو قانون ، يو به پېمان وي
نه کلا به مو ټانکونه ، د پرديو شي ويشتلاى
نه واسکټ به د مرګي شي ، څوک په ځان کې اچولاى
دا وطن به وي د خپلو ، دا به مینه د ورورۍ وي
دا هېواد به وي د سولې ، دا به کور د خپلواکۍ وي 
په يوه آواز به وايو ، ترانې د پخوانيو
په يوه ژبه به ستايو ، کارنامې د مېړنيو
دا کلا د مسجدي ده ، دلته کور د ايوب خان دی
دا مقتل د شاه شجاع دی ، دا مورچل د اکبر خان دی
دا وطن د پښتنو دی ، دا وطن دی د تاجکو
دلته کور د هزاره دی ، دلته اور دی د اوزبکو
له پېړيو دلته اوسي ، په پېړيو به اوسېږي
په ازل کې سره خپل وه، په قيامت به جلا کېږي
..................
مناجات = ۱) دعا، التجا، عرض ۲) هغه نظم چې د خدای پاک ستاینه او خپله عاجزي پکې وړاندې شوې وي
شګوفه = د ګل غوټی، ناغوړېدلی ګل، خوغاړه
ارغوان = ارغمان، يوه غرنۍ ونه ده چې ګردې پاڼې لري او ګڼ سور ګلان کوي
کړيکه = چغه، نعره (ناره)، کريکه، تېز او اوږد غږ (آواز)
پلټنه = د فوځيانو جته، پلاټون
حماسه = قصیده، بولله
نسيم = د ګهیځ (سهار) نرم شمال
 پېچومه = ۱) د غرهٔ پېچداره لاره ۲) پورته کېدنه، ختنه، جګېدنه، لوړېدنه، مخ په لوړ، مخ په پورته ، ستغ ۳) جګه لاره 
پڅه = خوله اړولې، د تېره ضد (بډ)
بُوره = هغه ښځه چې بچی یې مړ وي، زوی مړې
لېچونه = د لېچ ډېرګړی (جمع)، لاس، لېچه، د لاس هډوکي، لېڅ
رغړېدلی = ۱) کولېدل، تيلېدل ۲) لټ پر لټ يا لوټ په لوټ کېدل ۳) غرغړه کېدل ۴) غولېدل، خطا وتل ۵) د دېوال چپه کېدل
کلا = قلا، قلعه، کوټ
مقتل = ۱) د وژلو ځای ۲) قصاب خانه
مورچل = سنګر، مورچه، خندق، څوکۍ
غبرګ = ۱) جوړه، دوه سره يو ځای، برغ، بغرګ ۲) جخت، نژدې
بګړۍ = پګړۍ، دستار، پټکی
پېړۍ = سدۍ، صدۍ، سل کاله، قرن
ازل = ۱) هغه زمان چې پيل يې نه دی معلوم ۲) ابتدا، لومړۍ ورځ
جلا = بېل،  ګوښی، يواځې (تنها)، ځانله، 
 
-
بېرته شاته