(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[11.Sep.2017 - 20:19]

 خان زمان کاکړ

غزل

پردی پردی مې زړه د ذات په کنډواله کې پروت دی

دا يمه زه که څوک افغان په بنګاله کې پروت دی؟

 

د پښتانه تصوير به دومره هم بدرنګه نه وي

څومره بدرنګ چې د تاريخ په حواله کې پروت دی

 

زما دارو خدای تجويز کړي د انګورو اوبه

زما د زړه علاج د ميو په پياله کې پروت دی

 

دا درته چا وېل چې رهبر اسلام آباد ته تللی 

ما ته ده پته چې په جېل د اډياله کې پروت دی

 

د خپلو خلکو خپلې خاورې غم ته چرته اوزګار 

دَی خو د کفر او اسلام په کشاله کې پروت دی

 

ده ته خو چا هم حقيقت د ژوند ښوولی نه دی

دَی له عمرونو د وهمونو په جاله کې پروت دی

 

پرون يې وېل چې زه افغان يم له زرګونو کالو

نن وای ثبوت مې د انګرېز په قباله کې پروت دی

-
بېرته شاته