(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سندره

[11.Sep.2017 - 20:09]

فضل سبحان عابد

سندره 

 

 تش تصؤر چې دې کؤوم زړه مې درزېږي ياره

تصوير دې څنګه جوړ کړم

چې په تصوير دزړۀ کؤوم لاس مې رپېږي ياره

تصوير دې څنګه جوړ کړم

 

زۀ   ګلابونه جوړؤلے   شم   خو تا    نه شمه

تۀ يې د ګل نه ښکلے 

بيا به مې فن راپورې خاندي پاتې رانه شمه

تۀ يې د ګل نه ښکلے

 

تشې خندا ته دې دا ټول وطن پسخېږي ياره

تصوير دې څنګه جوړ کړم

 

ستا د ساده حسن په ټول جهان ثاني نشته دے

رنګ ورله څۀ ورکړمه

دا ستا د رنګ په شانې رنګ ياره بېخي نشته دے

رنګ ورله څۀ ورکړمه

 

رنګونه ډېر دي خو ستا رنګ ترې نۀجوړېږي ياره تصوير دې څنګه جوړ کړم

 

ستا دغه سترګې چې مرګے او زندګي ده پکښې

څنګه يې جوړې کړمه

ستا دغه سترګې چې غرور دے او ياري ده پکښې

څنګه يې جوړې کړمه

 

ماته چې هسې شي رايادې زړه مې لوېږي ياره

تصوير دې څنګه جوړ کړم

 

خال به دې هم جوړ کړم خو دغسې خندا به نه کړي

ما به سېزلے نه شي 

هسې تور داغ به وي د اور په شان رڼا به نه کړي

ما به سېزلے نه شي

 

بغېر د خال نه دې تصوير نيمګړے کېږي ياره

تصوير دې څنګه جوړ کړم

 

لا تا جوړ کړے خپل تصوير راله په زړۀ دے ګله

فنکار خو تۀ يې کنه

بيا که دې زړه راله سېزلے  هم تازه دے ګله

فنکار خوته يې کنه

 

مصور تۀ يې ستا عابد به شاعر کېږي ياره

تصوير دے څنګه جوړ کړم

 
-
بېرته شاته