(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غرب سندره

[11.Sep.2017 - 18:33]

د غرب سندره  

هر څه دلته شته دی د وطن په شان ګودر نه شته 

هغه مازيګر نه شته ، هغه مازیګر نه شته 

نه شته دلته نشته ، دلته هغه شان اختر نه شته 

هغه مازیګر نه شته ، هغه مازیګر نه شته

 

ورور تر وروره نه ګورې ، یو تر بله وړاندې وي

خوېندې سره نه وينې ، هر څه که زړه سواندې وي

نه ګوري په کال کښې دلته ورور تر ورور خبر نه شته

هغه مازیګر نه شته ، هغه مازیګر نه شته 

 

دلته هر سړی خپل ځان مالک د دسترخوان بولي

دلته ډوډۍ ډیره ده ، هر سړی ځان خان بولي

هر څه دلته ډېر دي خو د سر د پاسه سر نه شته 

هغه مازیګر نه شته ، هغه مازيګر نه شته 

 

هلته د منګې اوبه  ، دلته شرابونه دي 

هلته ګودرونه وو ، دلته ناېټ کلبونه دي 

دلته د حیا ټيکرئ د پيغلو پاس په سر نه شته 

هغه مازیګر نه شته ، هغه مازیګر نه شته 

 

دلته افغانان ډېر دي ، ښه ښه ماهران ډېر دي 

دلته صداقته د صحت ښه ډاکټران ډېر دي

تن به وي په غوښو ډک د تن زړه اوځګر نه شته 

هغه مازيګر نه شته ، هغه مازیګر نه شته 

 

احسان الله صداقت ـ سېپټمبر ۹ - ۲۰۱۷

 
-
بېرته شاته