(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خال کامران شعرونه

پیخور مي مرور دي ۰ پیخور خو پیخور دي که نه ۰ له پختانه نه مرور دي که نه ۰ خان او ارباب یې مخور دي که نه ۰ اغزن ډیورنډ پروت پر خیبر دي که نه ۰ پر پختون بل اور د محشر دي که نه ۰ هم یې پر لر هم یې پر بر دي که نه ۰ بي وزلي ناست پر سره ډګر دي که نه ۰ مرګ یې روا، وایې ترهګر دي که نه ۰ دغه فرمان د یرغلګر دي که نه ۰ پر دښمنانو یې اختر دي که نه ۰ داد و ګرفت یې په ډالر دي که نه ۰ عاشقې حرامه نه ده ۰ مخ کتلو ته مئ پریږده ۰ ځوروونکې د چا نه یم ۰ څو سندرو ته مې پریږده ۰ علمیت خو فرضیت دي ۰ زده کولو ته مې پریږده ۰ تمدن خو حرام نه دي ۰ څو خبرو ته مې پریږده ۰ فیصلې مې ستا منلې ۰ اوریدلو ته مې پریږده ۰ ټول احکام د شرعي حق ۰ فتوا غوښتلو ته مې پریږ ده۰ اتفاق د علما وو ولۍ نسته ۰ که دا هم زما ګناه، ګناه کولوته مې پریږده ۰ ټول حلال حرام خو تا په جیب منډلي ۰ حلال ستا ، حرام کولو ته مي پریږده ۰ هم مشروع هم ډیموکراس سوي ۰ حق ویلو ته مې پریږده ۰ سپین سپیځلې علما په اور کښې لغړې ۰ ښه پوهیږم، ژړیدلو ته مې پریږده ۰ مدرسۍ یئ په بومانو نړیدلې ۰ طالب وایئ ځان وژ لو ته مې پریږده ۰ چي په خټه آزاد قوم یم ۰ پښتون وا یئ جنګیدلو ته مې پریږده ۰ د کاوبائ رسې شکیدلې ۰ پښتني حکمت کولو ته مي پریږده ۰ هجرت ځپلې کامران وایې ۰ صرف لیکلو ته مي پریږده ۰ --- خوږمن زړګۍ ۰ ننګ مې څه سو ، هار مې څه سو ۰ سيلاب(ر) غوندي ځلمۍ ، د ننګهار مې څه سو ۰

Khal Kamran -
بېرته شاته