(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرن خان ته

[04.Sep.2017 - 15:10]

کرنه

کرنه!    ته    خبر    یې    چار   چاپیره غمازان دي

کرنه!    ته    خبر یې   دا    د خاورې   دښمنان دي

 

کرنه!   ستا    قربان    او   یکه   زار به پرې بد لږي

کرنه!    دا    ځنګل     دی   شرمخان او لېوان  دي

 

کرنه!     نازولي           پښتانۀ   درباندې     ویاړي

کرنه!    بدرګه   درسره    پیغلې    او    ځوانان دي

 

کرنه!   د    تورخم     ازغنه     کرښه    دې ټپه کړه

کرنه!   لر    او   بر  کښې دې بې شمیره مئینان دي

 

کرنه!    خیر  دی  نوم د خان شهید که دې وانغست 

کرنه!   باچا خان   او  خان شهید سترګې مژګان دي

 

کرنه! د میرویس او خوشحال خان روحونه یاد کړه

کرنه!     پښتانه    دي      اتلان      دی    اتلان  دي

 

کرنه!    ماهیپر     او    ملاکنډ    ورته  مورچه  کړه

کرنه!    ګیر    چاپیره     دې    لکونه    افغانان  دي

 

کرنه!    دا    وطن     به    له    ظالمه خلاصول وي

کرنه!    پښتانه   خو    شهیدان    دي یا غازیان دي

 

کرنه!    د     نجیب    زیري     قلم به دې همدم وي

کرنه!    ستا    سازونه    مې   د هر زخم درمان دي

نجیب زیری

-
بېرته شاته