(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بلبلې

[31.Aug.2017 - 09:23]

دښادمنوپه خندا ږو

دغمجنوپه ژړاږو

درندانوپه رندۍ 

دشیخانوپه تقوا ږو

دوصال په سل خوښۍ 

دهجران په زر بلا ږو

دبهار په ښو ګلونو 

دبلبلوپه نوا ږو

چې ترې سبر ونې هیڅ دي 

په هغه قد با لا ږو

چې مکحولې(۱) دي له نازه 

په هغو سترګو شهلا(۲) ګو

چې نریه تر ویښته دی

په هغې باریکې ملا ږو

چې عاشق ورپسې مرینه 

په هغه جمال زیبا ږو

چې راځي دیار له لوریه 

په هغه باد سبا ږو

چې پیغام راوړي دوصل 

دهغه قا صدپه پا ږو

چې دویمه پکې نشته 

درښتینو په رښتیا ږو

په دا دومره سوګندونو 

صد هزار ځله بیا بیا   ږو

چې ترځان په تا مین یم 

زه خوشال خټک په تا ږو

 

۱- مکحولي = په رنجو تورې شوې سترګې

۲- شهلا سترګې = هغه تورې سترګې چې سور رنګ ته  مایلې وي

-
بېرته شاته