(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فیصله

[29.Aug.2017 - 20:30]

فیصله 

ستا د خان کاکا په کور کې زر انبار وي

او زما بچي دې خاورې څټي خوار وي

ستا بانکونه خو ورځ په ورځ پړسیږي

او زما وینه دې درنګ په درنګ وچیږي

خواري زه کوم ځان زه وژنم سود ستا شي

تاوان زه وکړم او ګټه تاله راشي

وازدې ویلې په پټيو کې مې زما شي

ترینه جوړه ستا بنګلو کې ستا رڼا شي

 

ته زما په ګټه عیش کوې ژوندی یې

زه دا ستا قرضو کې غرق ورشم خپل کور ته

ته زما حق د پردۍ ډمې انعام کړې

زه مړۍ ورکوی نه شم خپلې مور ته

ته که هیڅ نه کوې بیا هم ته آقا یې

زه که تا جوړوم بیا دې هم یو غل یم

ته زما خونه کې هم زما مَلک یې

زه خپل کور کې هم ستا سترګو کې درغل یم

 

ته که تکې تورې وایې هم تک سپین یې

زه که سپینې ، سپینې وایم ګنهګار شم

ته که ټول ناحق ، ناحق کوې آقا یې

زه که حق چیرې ووایم په دار شم

دا منمه چې ته زور لرې زردار یې

د سرونو سوداګر یې لوی سردار یې

دا منمه چې نن ستا د زور خاني ده

دا منمه هر څه ستا دي ما به خوار کړې

 

دا منم فتوې لرې ما به کافر کړې

دا منم وس لرې ما به په دار کړې

ولې ای د اقتدار په نشه مسته

ولې ای د تکبر په نیلي سوره

دا منم چې له تا نه به ځان ورک وي

خو ما وپېژنه ما ته هم وګوره

دا ستا زر څه دی بچی مې د محنت دی

دا ستا زور څه دی زما د مټو برکت دی

 

ستا نشی څه دی زما د وینو رنګ دی

ستا غرور څه دی زما د خولې رنګ دی

او دا ته څه یې زما له لاسو جوړ یې

دا زه وږی یم ته ځکه دومره موړ یې

ما د سر نه ودنګل نو وطن جوړ شو

ما خواري وکړه نو هله چمن جوړ شو

ما اغیار ورک کړل نو هله ته دلدار شوې

ما سر، سر کړلو نو هله ته سردار شوې

 

ما مکان جوړ کړلو نو هله ته مکین شوې

ما تخت جوړ کړلو نو هله تخت نشین شوې

په دې پوه شه چې دا زه یم ځکه ته یې

که زه نه یم نو ته څوک یې چې به شته یې

ته وایې هرڅه او د هرچا دې زما شي

که زما نه وي نو هرڅه دې تباه شي

 

بس دا ستا لاره جدا زما جدا ده

فیصله ده پټه نه ده برملا ده

ټول خواران په یوه چیغه پارومه

شاعران او ادیبان رالړزومه

د بوډا بابا ارمان پوره کومه

بس دی ټول ولس افغان راخبرومه

د خپل حق او د مرام په نوم یو کېږو 

هر څه کېږي روانېږو ، روانېږو

 

اجمل خټک

 
-
بېرته شاته