(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بابړې د شهيد

[11.Aug.2017 - 15:32]

د بابړې د شهيد ګيله او تپوس

ارمان ارمان دی بې پروا پښتونه- 

ځکه خو پروت يې بې نوا پښتونه- 

د خپل وجود په خوږو نه پاڅې ته- 

چې دا به څنګه او په څه پاڅې ته- 

نن درته بيا هيره قيصه يادوم- 

درته غمژنه حادثه يادوم- 

په هشتنغر توره بلا راغله- 

په نوي رنګ کښې کربلا راغله- 

لوﺉ او واړه ښځې سړي قتليږي- 

په خپله خاوره ګلالي قتليږي- 

انګريز چنګيز نه پاکستان راغلی- 

نوی جمهور او مسلمان راغلی- 

د جوړيدو يې پوره کال نه دی- 

حل يې پښتون سره جنجال نه دی- 

په تور زړه داغ پښتونستان پروت دی- 

ځکه په جيل کښې باچاخان پروت دی- 

ورځ دولسم اګست بدرنګه شوله- 

په امن خوښو دنيا تنګه شوله- 

يو خوا ته اور بل خوا ته سره ګلونه-

ريژي بې وخته پښتانه ګلونه- 

تږي اوبو ته په چينه اوده شو- 

خوُږ د بابړې په سينه اوده شو- 

د حق غوښتنه يې قصور شو نن- 

هر يو په برخه کښې منصور شو نن- 

دلته د سرو ګولو باران کيږي- 

هلته شاباش په قيوم خان کيږي- 

اخر دا دومره ظلم زور په څه؟ 

زما په خونه بل دی اور په څه؟ 

زما ګناه څه وه غوښتنه کؤم- 

زه يو پښتون شهيد پوښتنه کؤم- 

اول پښتونه ته ځواب راکه- 

ما سره کښينه خپل حساب راکه- 

زه ستا په ننګ او په غيرت لاړم- 

ستا په حيا ستا په عزت لاړم- 

ما ستا د کور په ناموس ننګ اوکړو- 

د وخت يزيد سره مې جنګ اوکړو- 

مرګ ته په مخ لاړمه نر پاتې شوم- 

لکه د غر په خپل سنګر پاتې شوم- 

زما تيوس اوس په تا فرض نه دی؟ 

د وينې هر څاڅکی مې قرض نه دی؟ 

دا بل تيوس مې د جهان نه دی- 

د بشردوسته هر انسان نه دی- 

د ظلم زور خلاف ستا غږ نشته- 

عمل خو پريږده چې هيڅ زؤږ نشته- 

ای د ړندو کنړو دنيا واوره- 

په ډاډ راوتی ومه ستا واوره- 

د شهيد روح درنه پرواز کؤمه- 

درته قيصه بله د راز کؤمه- 

دلته مې هم لا څه اسره پاتې ده- 

هلته مې بيا خبره سره پاتې ده- 

زه په قيامت به قطارونو کښې يم- 

بيل بيل منصور به زنځيرونو کښې يم- 

رب ته خپل نوم چې په محشر اخلم- 

سم به محشر ورته په سر اخلم- 

ګوره پښتونه څو چې ساه اخلې- 

که زه دې هير کړمه ګناه اخلې- 

زما د وينې برکت شه په تا- 

دا مې يو زيری د وحدت شه په تا--

بهروز خان وحدت

-
بېرته شاته