(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګډې وډې

[07.Aug.2017 - 21:29]

ګډې وډې 

 

مچ د زمري سترګې شوکوې, ماشی د اوښ وینه

خدایه! ستا دا عجیبه دُنیا توره ده. کۀ سپینه؟

 

مړ لسو ګیدړو ببرشیر په بونډۍ چرګه کړو

سور شغال په پړانګ دی د غر څوۀ ښکار له ځینه

 

پریوځې چواړي ته؛ ځان ګاڼه په رتۍ زور کړي

ښکلې ستا د ګوتو جوړه ځوانه نازنینه

 

ناسته ده د ډم د لندن لور په سور رېښمو کې

لور د لوی شیر شاه یې په لاس دی لو له ځینه

 

مست مغروره سر د پښتون ټیټ سترګې یې ښکته دي

شرم داسې شرم چې شرمونه شرموینه

(غني خان)

 
-
بېرته شاته