(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سیاسي ملا

[03.Aug.2017 - 18:35]

ای په اسلام مينه

ای سیاسي مومنه!

نن چې اسلام ستايې

ستايه دې څوک پرون؟

سترګې دې برګې بهر

برګ دې ايمان دننه

پرون يې ځان نه ګاټه

نن دی اسلام ګټي

پرون عمل ديزيد

او نن نامه د ایاز

لږ خو په دې سوچ وکړه

زما ساده پښتونه!

اصلي مومن کړه بېل

له سياسي مومنه!

(خان عبدالغني خان)

د سیاسي مومن نه  د غني خان مړخه هغه خلک دي، چې سیاست ته د اسلام  په نامه ځان ننباسي خو په اخر کې دې سپیڅلي دین ته هیڅ وفادار پاتې نشي، او  وروسته په همدې وسیله پښې ږدي او چې کله په سخته کې شي بیا د دین په نامه بغارې کوي او خلک په دې  ډول غلطوي غني خان  بابا داسې خلک آن یوه پیړۍ مخکې پیژندلي وو او پښتنو ته یې د شعر په چوکاټ کې  تشریح کړي وو.

(دایمان لیکنه)

 
-
بېرته شاته