(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نه بنګ او نه شراب

[26.Jul.2017 - 11:49]

چی نه بنګ او نه شراب وی
چی نه چنګ او نه رباب وی
نه ساقی،نه مکیزونه
نه مطرب،د سوز سازونه
نه ترخه پیاله د نار وی
نه خواږه کاته, د یار وی

نصیحت نه دی ناصحه،
دا خو جوړه خود کشی ده
دا خو ځای د مینی نه دی،
د ژوندو, مړو, وطن دی

ملا جانه!ژوند خو رنګ دی
بد رنګیو سره جنګ دی

یو څه مینه د یارانو
څه نفرت له رقیبانو
 څو سجدې له کیفه ډکې
څو وعدې په وفا کلکی

ژوند مستی, ده او خُمار دی
مرګ بیوسه بیهوشی ده
یو شمال د سره سالو دی
بل جنجال د سپین کفن دی
رب خو مینه ده احساس دی
په اسرو کله خپلیږی

لمونځ حضور دی او اخلاص دی
په دُرّو کله زده کیږی
ثواب لڅ شو ګناه پټه
د ایمان کډی باریږی
په زور کلی نه جوړیږی
د آدم خټه وحشی ده 
ملا سد دی پښو ته تللی،
ستا د سر له پاسه تن دی

( عبدالهادی مُلا )

-
بېرته شاته