(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څاڅکي

[25.Jul.2017 - 14:08]

بې حسابه څاڅکي توی په بحروبر شي

له لکونواو کروړونو يو ګوهر شي

رنګ په رنګ ګلان پيدا شي غرو رغو کې

پکې يو نيم د ليلی پيکي ته ورشي

مرغلرې ډېرې وځي له دريابه

ځينې ځينې ښکلو پيغلو ته زېور شي

په عمرو اورونه بل په يوه ځای وي

څو پيدا په سرو لمبو کې سمندر شي

عالمونه پيداکيږي بې حسابه

په دُنيا کې د څو تنو تاج په سر شي

ميندې راوړي ډېر زامن ډېر اولادونه

يو يا دوه يې افلاطون او سکندر شي

جودانې قدر يو لعل پکې پيدا شي

نور همه واړه د تورو کاڼو غر شي

په هر سره رنګ سرخرويي نه شي حاصله

هسې نه چې په رنګ سور شي نو سره زر شي

يوه کور کې پيدا کيږي او لوئيږي

يو يې ګوره ابراهيم بل يې آذر شي

فرعونان د خدايی دعوې آغاز کړي

يو ماشوم د خدای له لوري مقرر شي

چې طلسم کاندي مات د سرکښانو

ډير بتان بت پرستان زېروزبر شي

کاهنان يې د راتګ خوبونه ويني

ظالمانو ته پيدا د سر خطر شي

لا پيدا په جهان نه وي نه يې نوم وي

زلزله ګډه په کور د ستمګر شي

لوی جهاد له معصيت سره شروع کړي

په دُنيا کې غرق فرعون هم يې لښکر شي

څوک چې حق او حقيقت پالي دُنيا کې

يوه وخت کې وي موسی بل وخت عمر شي

د اسلام د طوفاني بېړۍ د پاره

لکه نوح لوی کشتيبان قوي لنګر شي

د خلقت له کارخانې نه کله کله

په جهان پيدا يو بل شانې بشر شي

چې رڼا يې په ملکونو کې خپريږي

ټول عالم لره څرګنده لکه لمر شي

د کونړ د لوړو غرونو په لمن کې

نابغه فرزند پيدا د سيد صفدر شي

پښتنه مور هسې زوی واخلي په غېږ کې

چې د دهر او جهان نامي پسر شي

ډير پوهان ور ته سر ټيټ په شاګردۍ کړي

ډېر شاهان يې په تعظيم مخې ته ورشي

همېشه يې قدر کيږي په عالم کې

څوک چې لوی په علم وفضل او هنر شي

هسې نوم هسې نشان يې شي په برخه

چې لوی فخر د ملت او خپل ټبر شي

په شاهي لويو قصرو کې نه ځائيږي

لوی کور غواړي چې اوار د ده بستر شي

ټول جهان ور باندې تنګ شي له ناکامه

اواره لکه نسيم په بحروبر شي

ترکيه مصر و لندن فارس وپاريس کې

ارام نه مومي هر لور ته يې سفر شي

سرګردان وي په جهان هغه مړونه

چې د ټول عالم غمونه يې په سر شي

سر يې مه بوله بل نوم ور لره بويه

چې پيدا پکې لوی فکر لکه غر شي

نه دی مړ لوی پهلوان د دې جهان دی

هغه څوک چې مځکې تل نه رابهر شي

قيامت نه وي سر را پورته کړي له خاورو

راروان په لور د خپل اصلي مقر شي

په رښتيا چې حق په خپل ځای قرار مومي

د پښتون سيد ارام په خپل بستر شي

دې تابوت کې د پښتون ډېر خاطرات دي

چې يې ګورم بل عالم مې په نظر شي

څوک چې ور يې شي مزار ته که بينا وي

ور ته بېرته به د پوهې لوی دفتر شي

د دې خاورو دورنما ته نظر بويه

که دې کله په دې لار باندې ګذر شي

ښکاره کيږي کارنامې ډېرې نامدارې

سترګور ته آئينه د سکندر شي

لوی عظمت، شان و شوکت راځي خاطر ته

لوړ فکرونه، لوړ خيالونه مصور شي

په يوه موټي سپېرو خاورو کې ګوره

د تمام جهان بهار پټ او مضمر شي

هسې شانې هنګامې شي پکې غلې

چې غوغا ورځنې جوړه په محشر شي

لوی داستان، لويه قصه لري په زړه کې

که د دې خاورې له حاله څوک خبر شي

پښتانه به ور نه اخلي الهامونه

تېر دورونه به يې مخکې لروبر شي

دې زيارت کې وينم بل راز تاثيرونه

دلته مه کوئ واړه واړه سوالونه 

 (ګل پاچا الفت)

 

-
بېرته شاته