(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نن مې دښکلې ځوانۍ

[25.Jul.2017 - 13:38]

نن مې  دښکلې  ځوانۍ بيا نوے دوران دے 

لیک: حضرت زبېر زبېر

د دنيا د نورو  قومونو غوندې  د پښتنو  هم  خپل  يو  ځانګړے  ثقافت  دے، هر  قوم  د خپلو نازکو او سپېځلو جذباتو ، احساساتو د غمونو، د خوشحالو د ارمانونو  او امېدونو  اظهار  د ښکلو  فنونو (فنون جميله) په  ذريعه  کوى. په  دې  ښکلو فنونو کښې  موسيقى، خوش اوازى،  ګډا (رقص)، شاعرى، اداکارى، سنګتراشى  او فن  تعمير  شامل  دى. په دې  ټولو کښې  لطيف  ترين  فنونه  موسيقى او خوش اوازى  دۀ. د موسيقۍ او خوش اوازۍ  اثر  د انسان  په داخلى  حسياتو محسوسېږى  او د انسان  د زړۀ  نازک  تارونه  ټنګوى ،دغه  وجه  ده  چې  خلق  موسيقى ، ترنم، خوږ اواز او شاعرى  خوښوى .هر قوم  د خپلو  موسيقارانو  او  سندرغاړو  سره  مينه  لرى. پښتنو  کښې  هم  ډېر ښۀ ښۀ  سندرغاړى  او موسيقاران  تېر شوى  دى  او  اوس  هم  ډېر ښۀ ښۀ سندرغاړى او موسيقاران  لرى  په  دوى  کښې  د هر  يو  فنکار  خپل  مقام  دے  خو  زيات  شهرت  او  قبوليت پکښې  ډېرو کمو  حاصل  کړے دے. په  دې  کښې  چې  چا زيات  مقبوليت  ګټلے دے  هغه خيال محمد دے . دا د خيال  محمد د فن  کمال  دے  چې  پښتانۀ  يې  په  دې  مجبوره  کړى  دى چې  د خيال محمد په  ژوند د هغۀ  قدرول  اوکړى  او  هغه  ته  خپله  مينه  چې  د هغۀ  سره  يې  لرى ، ښکاره  کړى.  خيال محمد د سپين ګل  اپريدى کره  په  کال  1946ءکښې  په  چوره  نومې کلى  کښې  پېدا  شوے  دے  او  د اپريدو د ملک  دين  خېل  ښاخ  سره  تعلق  لرى. د خيال محمد يو ورور ملوک  موسيقار  وۀ  او  بل  ورور  يې  يو  ښۀ  طبله  نواز  وۀ .خيال محمد له  خدائے پاک  داسې  اواز  ورکړے  وۀ  چې د خلقو  زړونو ته  به  کوزېدۀ.  خيال محمد  د خپل  پلار  او نورې  کورنۍ سره  پېښور  ته  راغلل. پېښور کښې  پير عبدالستار شاه باچاجان  به  د فنکارانو  ډېر قدر کولو او د قوالو او عرفانى کلامونو اورېدو دپاره  به  يې  د موسيقۍ محفلونه  جوړول خيال محمد به  هم  د خپل  پلار سره  هلته  تللو او باچا جان  به  ورسره  ډېره  مينه  کوله. دغه  محفلونو کښې  به  نورو سندرغاړو او موسيقارانو نه  علاوه  عبدالله جان  استاذ او  رفيق شنوارى هم  ګډون  کولو. خيال محمد لا د دولس  ديارلسو  کالو  هلک  وۀ  چې  د خپلو ورور ملوک  سره د پېښور  ريډيو سټېشن   ته  لاړو  د هغه  وخت  د موسيقۍ  انچارج  رشيد على دهقان  صاحب د خيال محمد اواز خوښ  شو  او  دا تل  پاتې سندره  يې  ريکارډ  کړه .چې  "زما دښکلې  ځوانۍ بيا نوے  دوران  دے. " بيا خيال  محمد د ريډيو  دپاره  په  شلګونو  سندرې   او غزلونه  اووئيل او هره  سندره  به  يې  مشهورېده. د ټپو وئيلو هم  د دۀ  خپل  انداز  دے   او د ګڼ  شمېر  مشهورو شاعرانو  غزلونو ته  يې  ژوند بخښلے دے.  کله  چې  د پښتو  فلمونه  شروع  شو  نو ړومبۍ  سندره  يې  د "دره خېبر" فلم  دپاره  د يونس  قياسى  ليکلې  سندره  "مونږ  يو  د خېبر  زلمى پښتو  زمونږه  شان  دے " اووئيله  او خيال محمد د شهرت  دنګو څوکو  ته  اوختلو. د خيال محمد  فن  لږ کم  په  شپېتو  کلونو  خور دے . هر پښتون  د هغۀ  اواز اوريدلے  او خوښ کړے دے .د دۀ  د اواز  خوبى  او ځانګړتيا دا ده  چې  د دۀ  په  اواز کښې  سوز دے، دړد دے  اوخوږ والے  دے  . د دۀ  اواز  په  مړو  لفظونو کښې  ساه  اچوى  او  بيا دغه  لفظونه  په  اورېدونکو د جادو غوندې  اثر  کوى.

 

 خيال محمد  دوه  ودونه  کړى  دى . يوه د مردان  نه  چې  له  خېره  ژوندۍ  ده  او د انورخيال، دوى  مور  ده بل  ټبر يې  د مشهورې  سندرغاړې  کشور سلطان  لور جانانه   وه  چې  وفات  شوې ده. د دۀ  په  اولاد کښې  انور خيال ، وصال خيال  او شهزاده  خيال  هم  فن کاران  دى  او د فن   په مېدان کښې  شهرت  لرى. خيال محمد د څۀ   مودې  نه  فالج  وهلے  دے  او  دپايو  په  کرسۍ  کښې  ګرځى  سره  د ناجوړتيا  هر مينه وال  سره  په  روڼ  تندى  مجلس   کوى  او  د خپل فن  سره  تعلق  جارى ساتى. خيال محمد  چې اوس   په خيال محمد استاذ هم  مشهور دے.  د خپل  فن  مظاهره   د  پاکستان   نه  علاوه  د دنيا  په  ګڼو ملکونو  کښې  لکه  امريکه، يورپ ،عرب  ملکونو  او  افغانستان  کښې  کړې  ده  او  داد او انعامونه  يې  وصول  کړى  دى. په  کال 1980ء کښې  ورته  د پاکستان  حکومت  صدراتى  تمغه ورکړې  ده. د کال  2016ء په  ورستو  مياشتو  کښې  خيال محمد او د هغۀ  فنى  خدماتو  ته پېرزينو  په  توګه  د هغۀ  مينه  والو  د جشن   پروګرامونه  شروع  کړى  دى.  د بخيتار خټک  وېنا مطابق  تر اوسه  پورې  د دنيا په  نولسو  ملکونوکښې  د خيال  محمد  د جشن   محفلونه  شوى دى  په  دغه  محفلونو کښې   ورته  ګڼ  خطابونه  هم  ورکړې  شوى  دى  لکه  د ترنم بادشاه، د غزل  وئيلو  شهنشاه ،د پښتونخوا بلبل  وغېره.

 په  دې  لړ  کښې   وړومبۍ  غونډه   د "پاک  افغان  جرنلسټ   پيس  فورم " په  يکم  نومبر پېښور کښې   ونمانځلې  شوه.  د خېبر پښتونخوا  ګورنر انجنئير اقبال ظفر جګړا د خيال محمد  تاج  پوشى  اوکړه پس  د هغې  نه  په  خپل  ملک   دننه  او په  بهرنو  ملکونو  کښې  د خيال  محمد مئينانو  دغه  جشن  ونمانځلو. د  نومبر د مياشتې  په  درېمه  نېټه  پاکستان   سوشل  سنټر متحده عرب  امارات  شارجه  کښې . په  پنځم  نومبر  په  جرمنى  کښې . هم په   دغه نېټه  " پانوس   ادبى هنر " په  سويډن  کښې  د خيال  محمد جشن  ونمانځو. دغه شان  په  امريکه واشنګټن  ډى سى کښې . په  کندهار افغانستان کښې  په  12 لړم  1395 هه. په کوئټه کښې د ملګرى ليکوال ،  په مردان  کښې  په پنځلسمه  نېټه  "پرېسکو انټرټېنټمنټ (عمران ماندورى. عمران صفى)  د دغه  جشن نمانځلو دپاره يو دروند او خوندور  محفل  جوړ کړۀ  چې خيال محمد او ماه جبين قزلباش  هم  پکښې  ګډون  کړے  وۀ. په  شلمه  نېټه  د "ادبى  دوستانو مرکه"   ملګرو د خيال محمد باره کښې يوه غونډه اوکړه . په افغان  قونصلټ  پېښور کښې  د نومبر په اولسمه  نېټه  د افغانستان  د  صدر ډاکټر اشرف  غنى  له اړخه  ورته  صدارتى  ايوارډ  او  نور انعامونه  د  افغان  قونصلر جنرل  ډاکټر عبدالله وحيد په  لاس  ورکړے  شو. او ددې  جشنونو دا لړۍ  لا جارى  ده.         

ساز  کړمه ، سندره   کړم،  اواز کړمه        

تاسو له  محفل  د مينې سازکړمه  

(اندېش)

پاڅون/مردان

-
بېرته شاته