(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هدهد او ملاچرګک

[25.Jul.2017 - 13:08]

د فریدالدین عطار د 'هدهد ' او د غنی خان د 'ملاچرګک' تقابلی تنقید!!

لیک: سمیع الدین ارمان داودزی 

د عطار دې نظم کښی څه کم څلور زره شعرونه دي. او دا د نړۍ د طویل نظم روایت کښی منلې شوې نمائنده نظم دے. په دې کښی حقیقت/خدائے لپاره د سیمرغ علامت راوړلې شوې دے، او دا علامت اصلاََ د پهلوي مائتهالوجی نه اخستې شوې دے. د حقیقت پله سفر کښی د رهنما/پیغمبر لپاره د هدهد علامت پکارولې شوې دے.

 

۱.. دا دواړه نظمونه د علامتی ادب نمائنده نظمونه دي، هدهد د اطناب او ملاچرګک د ایجاز ښه نمونه ده.

۲.. په "ملاچرګک" کښی د "ملا" نسبتِ صوتی او د نسبتِ ظاهری نه غنی خان چی څومره هم معنویت راپیدا کولې شو د هغې حق ئے ادا کړې دے، هم دغه رنګ عطار د هدهد د "هادی" سره نسبتِ صوتی او تلمیحاتی نه معنې اخستو کښی خپل زور ښودلې دے.

۳.. د عطار د "هدهد" تصور که د نظم په مجموعی آهنګ کښی ګورو نو دې کله کله د پیغمبر نه هم اوچتیږي، او د "سیمرغ" (حقیقت/خدائے) هغه حصه جوړیږي کومه چی د عقیده تثلیث د خیټې نه راوتې ده. او دا په خپل هر توضیح و تشریح او تاویل و تفسیر کښی د ( Anthropomorphism) نه خالی نه ده.

بل خوا د غنی خان "ملاچرګک" کښی د هغه تصور او په علامتی وسعت کښی د بشریت د عنصر درناوې هم د موجوده مغربی تصورِ رسالت لمنې رانیسي.

۴.. د عطار د "هدهد" د نورو همجنس مارغانو سره رویه کښی د تکبر عنصر هم څرک وهي. او د ځان په حقله د هغه خیال او اظهار کښی تفریط دے، او د پیغمبرانه حقیقت سره سمون نه خوری، د دې مطلب دا شو چی عطار د غنی خان د دې خبرې اشارتاََ اعتراف کړې دے چی ملاچرګک کښی "دلالی، نمائش و نمود او خودنمائي شتون لري.

۵.. د عطار دې نظم کښی جذبه عشق او د هغې مظاهر د انسان د تضحیک ذریعه ښکاري. او د غنی خان د نظمونو مجموعی تاثر کښی دغه جذبه د احترام آدمیت، عظمتِ انسان او استغنا سوب ښکاري.

۶.. د "منطق الطیر" نوم، تصور او د معنې پوره سکیم د الاهیاتي ادب نه مستعار دے، بلکه که داسې اووایو چی د څو آیتونو ( مثلاََ د سوره النمل د شپاړسم آیت نه تر دیرشم پورې ایتونه) تفسیربالرائے ده نو زیاته مناسبه به وي. عطار د دغه تاریخی او تلمیحاتی تشریح دائره کښی سفر کړې دے، هم دغه وجه ده چی د عطار د ادبی مقام تشکیل د یو معلوم تنقیدی روایت مطابق د امام شاطبی د "شاطبیه" (چی د علم قرآت شاعری ده)  او د امام ابن مالک "الفیه" (چی د علم نحو شاعری ده) سره کوي، او هم له دغه رویه که د غنی خان ادبی مقام ټاکو نو په خارج کښی د دغه مذکوره شاعرانو، د بلها مغربی نمائنده شا عرانو او پخپله ژبه د خوشال خان خټک نه هم پورته ځائے بیامومی. یو روڼ سبب ئے غنی سره تقابل کښی د خوشال د فارسی ادب نه د استفادې مقدار دے.

۷.. سره د دې چی عطار صوفی دے، د باطینیت علمبردار دے او د دې نظم منشاء ئے هم دغه ده، خو که علامتی سفر ته ئے ګورو نو ټول سفر ئے بیرونی تاثر ورکوي، لکه د سیمرغ د میشتون لرې والې، د هغه طرف ته یو طویل سفر، د سالک او د هغه تر منځه په زرګونو وادیانې او د دغه سفر لپاره شواخون او بل طرف ته غنی خان چی صوفی نه دے خو د دغه سفر په حقله په درونی لار روان دے. په ظاهره خو داسې ښکاری چی عطار د " یسروا ولا تعسروا" او " یرید الله بکم الیسر، ولایرید بکم العسر" او "واذا سالک عبادی عنی فانی قریب" او " ونحن اقرب الیه من حبل الورید" مخالف روان دے او غنی خان ورته رسا دے.

۸.. داسې ښکاری چی غنی خان د عطار علامت "هدهد" چیلج کړې وي. چی د معصوم استعداد او ارفعیت سره ئے دومره مبالغه وربخښلې ده چی د انسان د تسخیر انعامِ رباني ئے تری هم ځار کړې دے.  خو بل خوا ئے دا بل کمال هم کړې دے چی د دغه علامت نه بیا د انسانی ژوند د انجام او اغاز پوهه هم اخلي. 

۹.. په منطق الطیر کښی د مارغانو د غذر بیان د هدهد د جواب نه قوي ښکاری. اوس عذر داسې یو څیز دے چی د هغی مخی ته عمومی قانون بلکه قانونِ فطرت هم اوږه لاندې کوي، د عالم اسلام مشهور فلسفی مفسر علامه فخرالدین رازی په کلامی تفسیر هم دا یو غټ اعتراض کیږي چی د ده سوالونه د ده جوابونو نه زیات قوی دي. دغه نسبت دلته د مارغانو عذر او د هدهد جواب کی هم دے. 

لکه یو ماشوم/مسافر د اسمان تګ لپاره عذر وائي چی زما وزرې نیشته، زه یریږم هم. او زه هم دلته خوشال یم. او په جواب کښی ورته رهنما/هدهد اووائي چی نه دا ستا وهم دے، ته خو پیدا د دغه سفر لپاره ئے، ستا منزل هم دغه دے. 

د عطار د هدهد مطابق دغه مسافر/ماشوم که په دغه غذر، سره د ده د جوابه د سفر نه پاتې کیږي نو دې ګناهګار دے.. او غنی خان دا غذر اصلی غذر ګڼی.

۱۰.. د نظمونو کرافټ کښی ښه په اسانه دا پته لګی چی په دې پیمانه عطار د غنی نه برې اوړې دے. خو د تهیم په میدان کښی بیا دلته د غنی بریا هم برڅیره ده. خو دلته یو خبره کوم چی د ساخت په حقله د غنی خپلې باغیانه مفکورې کښی اوګورو نو بیا ئے د جواز لارې را اوځی. که نظم کښی غنی خان د ضرورتِ شعری اختیار استعمال کړې دے نو د قادر الکلام عطار لاسونه هم په دغه اختیار کَکړ دي. هم د منطق الطیر نه مثال راوړم.

خلق ترسند از تومن تر سم ز خود

که از تو نیکو دیده ام از حویش بد.

۱۱.. زه دا خو نه وائم چی د عطار لوستونکو د هغه په اعتراف کښی مبالغه کړې ده، خو د پورته څو اشاراتو په رڼا کښی چی د عطار نړیوال ادبی مقام ته ګورم اوبیا غنی خان ته ګورم نو په دې وینا مجبور شم چی د غنی خان لوستونکو د هغه  فکر او معرفت کښی پوړۍ هم نه ده ریشلې هر څو که په نامه ئے د انګریزی نمائنده نامې سره تقابلی مطالعه باندې انګریزۍ کښی دوکتوره هم شوې ده.

۱۲.. یاده دې وي چی زما منشا بالکل هم دا نه ده چی غنی خان د عطار نه غټ صوفی دے. زما رائے دې د ادب او تنقید په شالید کښی د تقابلی مطالعې په بنیادونو اوکتې شی عن چی په نړیوال صف کښی هر اتل ته خپل مقام ورکړې شي.

سمیع الدین ارمان داودزے / رائس یونیورسټی هیوسټن ټیکساس

-
بېرته شاته