(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کاروان د یو شعر

[20.Jul.2017 - 14:38]

د محترم پیرمحمد کاروان د یو شعر تنقیدي جاج!!

لیک: سمیع الدین ارمان داودزی

بت ګر د تخییل مې جوړوي بت د جانان

په روح کښی زما کان ئی د مرمر لیدلې دی.

۱.. د تخییل د نتیجه خیزۍ وجودیت پکښی د داسې ماخذ نه سترګې ټوکولې دي چی هغه د تجسیم نه ماورا دی، اُس په دې صورتِ حال کښی یوه ژوره فلسفه د قدیم اِلاهیاتي فلاسفه وه چې "فرد" یا "شئ " من جمله د مساوي "فرد" او د "شئ " د تخلیق وړ دی. له دغې مفروضې بیا د کائنات، انسان او خالق په درېمَخیزه تړون کښی د څه نظري او واقعاتي حقیقتونو د تناقضاتو د لرې کولو لپاره دوې د "عقولِ عشره " نظریه راوړې وه. او دوئمه د نَن دور د سائنس نظریه ده چی ماده په غیرِماده کښی اوغیرِماده په ماده کښی شتون لري، یا په نورو لفظونو داسې چی "يخرج الحئ من الميت و يخرج الميت من الحي" يا "وجعلنا من الماء كل شئ حئ" 

اس دغه شعر د اول الذکر فکر په تاویلي معنی سره سره د موخر الذکر فکر په سائنسی، مذهبی او فلسفیاتي نظرونو د ځان اثبات کوي.

۲.. زما په خیال د وجودیت په ځائی که ورته فوق الوجودیت وایو نو هم پکښی د تخییل او د روح د ربط د تړون اشاراتي استدلال لرو.

۳.. "بت د جانان" دې هیڅ کله په حقیقی یا محدود معني کښی نه اخستې کیږي ګني بیا به د خبرې تل ته وو نه رسیږو، دغه ترکیب په ځان کښی د سامي او غیر سامي مذاهبو سره سره د ادب، علامت، فطرت او شعریت واړه جهات ځائی کړي دي.

۴. د جانان د بت د جوړولو لپاره د شاعر د روح دَ کان سره ارتباط ته که مونږ "و نفخت فيه من روحي "(۱۵:۲۹) په رڼا کښی اګورو نو د خالق د امتیازاتو په اختصاص به ډیر په آسانه پوه شو. 

۵.. د روح مظروفیت ئی هم په داسې هُنري رغوڼه کښی پیل کړی دی چی د تخصیص باوجود پکښی د نور ډېر متنوع تعمیم اړخونه شته کوي.

۶.. د شعر په اولنۍ مصرعه کښی شاعر د انسانی فطرت او نفسیاتي ساخت د یو عمومی صفت نه تمهید تړلی دی او بیا په ورپسې مصرعه کښی ئی د خپل ذاتي تخلیقیت د ندرت عکاسي کړې ده.

۷. د مر مر دَ کان ترکیب هم د شاعر د مشاهدې د تکامل یو ګواهي ده. په ظاهره یا لږ په سطحی نظر دا ترکیب کمزورې راځي چی د مرمرو کان پر ځائی به د مرمرو غر ډیر مناسب وو خو نه داسې ئی ځکه نه دي کړي چی د داخلییت ( کوم چی د مجموعی موضوع سره په ګڼو زاویو تړون لري )عنصر په دې صورت کښ زیات برڅیر دی.

۸.. یو بله ډېر اهمه نکته پکښی د ا ده چی د تخییل نتیجه خیزئ ته ئی د "بت ګرۍ" په نسبت سره په موجوده دور کښی د مجسمه سازۍ په حقله د افراط او تفریط په رویو ډیر لطیف طنز کړې دی. یاده دې وي چی زمونږ په سیمه د فنونِ لطیفه په باب له د " سدٌ لِذرائع " په مصلحت تشدُد عام دی.

۹.. دا شعر د اولني لوست سره په ذهن کی کردارونه تعمیر کوي، او دا یو داسې صفت دی چی انساني فطرتِ تفهیم ته ډیر جوخت دی، ډیر بنیادي دی نو له دې سببه  لوستونکې د ځان سره سم د معنویت په سفر ګړندې کړي.

۱۰.. بعضې لوستونکي په مذهبي نکاتو هیڅ بیڅه تندې تریووي، هغو نه مې دا یو سوال دی چی کوم مذهب د خپل حقانییت (رېښتیولئ) لپاره ادب بطور قضاوت پیمانه ګرځوي هغه مذهب د ادب خلاف څنګه کیدې شي؟؟؟

سمیع الدین ارمان داودزی/ رائس یونیورسټي هیوسټن ټیکساس

-
بېرته شاته