(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د زبیح الله شریفي

[16.Jul.2017 - 21:33]

خان پاچاخان یو ولي یو اولیا وو؟

ته وی چی د دنیا عیش او نوش لیزته د شا کړی وه خانه پاچاخان

له پښتونوالي پښتو پښتنو سره د مینه په ریښتا کړی وه خانه پاچاخان

بی له شکه ته ولي اولیا وی ستا دغه محبت مینه تر خدای رسیدلی وه 

ته د ازادۍ عاشوق وی د قام خیدمته د بیګا سبا کړی وه خانه پاچاخان

له زیندانو ونه ډار شوې چاچی د پښتون د قام د اذادۍ خپلواکۍ ناره 

پورته کړی وه هغه په زغرده په جورت تا کړی وه خانه پاچاخان

تا ته خدای د خپل بی وضله غريب قام سرفستي زمیداري درکړی

وه پښتونو ته د هره خبره سپینه غوسه برالا کړی وه خانه پاچاخان

د پښتونو د تاریخ پاڼی به ستا غوندی اولیا ولي هیڅ وخت هیر نه کړي

ذبیح الله ورته وایه هره خبره د په مسکا خندا کړی وه خانه پاچاخان

 سوله راوستل غواړم

د غفلت هماقت له خوبه پښتانه راویښول غواړم

خدای راسره مل دی تل د پښتنو یوکول غواړم

نور دا توری تیری له د وطن نه ورکول غواړي

وطن مور دی د مور ته نور سوله راوستل غواړم

بس دی پښتنو د پردیو لپاره ډیره قورباني ورکړه

دا شخړی دا شور ماشور دا جګړې ودرول غواړم

مونږ پښتنو هیڅ کله هم د پردیو غلامي نه ده منلی

د پاک الله په مرسته د ناټو د امريکا ویستل غواړم

زه له شیطانانو ویره نه لرم ما ذبیح الله سره خدای په

یقین سره مل دی د پښتنو خپلواکي خوشحالول غواړم

متن ؛ ماته د قام سندری ولیکه ؟

ځار د شم الهامه د پښتنو د انقلاب سندرې ولیکه

د پښتونوالي د نام او ڼنګ د کتاب سندرې ولیکه

چی دا خوبوړی ګنس او ګیچ قام په راویښ کړم

ماته د دوۍ دغیرت د یواولي د رباب سندرې ولیکه

زه زړور پښتانه د دنیا خلکو ته ورپیژندل غواړم 

د پښتني کولتور د وجرو د میلمه ستوب سندرې ولیکه

پښتانه لوړ تاريخ لوړ نوم نیشان لري پښتو کولتور ډک

له انسانیت دی ماته د پښتو د عیزت او ادب سندرې ولیکه

پښتانه تل په وطن مین خلک دي هر وخت یی د سر په بیه

ساتلی ما ذبیح الله ته د پښتنو د خوښۍ د اینتخاب سندرې ولیکه

متن ؛ ته لوی پیغمبر وی محمده ؟

ته نازولی د پاک الله یی مثال د نشته په جهان کې

ته د الله لوی افتخار یی نوم د راغلی په قران کې

ستا لاره رڼا ده که پوهه شي انسان ته چی پیدا شوی

ملایکو ورکړی یوبل ته مبارکي پاس په اسمان کې

ته د دواړو جهانو سردار یی هم ولي هم پیغمبر یی

ورکې شوې د جهالت توری تیری ستا په دوران کې

ستا موبارزه تل د شیطان کفر شیرک منافیقینو موشرکینو

په زید روانه وه افسوز له د دنیا لاړی ډک په ارمان کې

ته وی چی شا کړی د وه عیش نوش لیزت د دنیاته محمده

خدای د په خوب کې نصیب دیدن د شاعرذبیح الله جان کې

   

سرليک ؛ شعر

متن ؛ بی خونده بی مزې ومر

ژوند لاړ ټول تیر شو په خبګیان کې

دا پاتی به هم تیر شي په ارمان کې

هیڅ خوښي راحت می ونی لیدی

د ځوانۍ په دوران کې 

تل د پردي له لاس لاندی مزدور وم تل بنديوان 

وم د خوارۍ غریبۍ په تریخ زيندان کې

لاړم بوډا شوم سر می سپین شو یوه ورځ

می هم خوشحاله ونه لیده په جهان کې

کاشکې نه راتلئ د غملړی دنیاته

خدایه ته می کامیاب که ستا په هر امتهان کې

ما ذبيح الله باندی ټول ومر بی خونده به مزې

تیر شو خدایه ته می د هغی دنیا سفر اسان کې

   

سرليک ؛ شعر

متن ؛ د هر افغان ارمان ؟

سوله راوستل د هر افغان ارمان دی

د وطن ابادول د هر افغان ارمان دی

خدایه تر سو به وی دا وهشت دا جهالت

د دی جنګ ودرول د هر افغان ارمان دی

خپل منزکې یو بل په ډیر ظلم سیتم وژني

د دی حالت ته د پای ټکی کیښودل د هر افغان ارمان دی

افغانان ډیر بی ګناه وژړیدل نور په خپل منز

کې د یو بل پوخلاکول د هر افغان ارمان دی

خدایه ته هر غدار اشرار روسوا سپک ورک کړی

ذبیح الله د ناټو امریکا ویستل د هر افغان ارمان دی

 

سرليک ؛ شعر

متن ؛ سیاست او سیاست مداران ؟

د شیطان لوی علم تعلیم سیاست دی انسانه

سیاست دروغ چل فریب منافیقت دی انسانه

دا ڼن نړۍ کې جنګ ظلم سیتم چی روان دی 

دا ټول د سیاست له لاسه دا واقیعت دی انسانه 

سیاست مداران ټول د شیطان په رواني عسبي

ناروغیو اخته دي تل دروغ وایي هم دا هقيقت دی انسانه

د دوۍ په نیکتایی دیرویشیو مه غولیږی په یوه مملکت کې

ډلو ګوندونو حزبونو ته څه زرورت دی دا شرافت دی انسانه

سیاستمداران لوړ ماشونه اخلي په لوکسو کورو کې ژوند کوي

هر یو یی د خپل حزب په ګټه خبری کوي دا نسانیت دی انسانه

سیاست مداران یو یی هم د د خدای د دین مذهب نه خبر نه دی نه پوهیږي 

د دوۍ خبرۍ اوریدل لویه ګناه دی دا د ذبیح الله نصیحت دی انسانه

   

سرليک ؛ شعر

متن ؛ دا هغه خدای دی ؟

چا چی وګرځاوه ابراهیم ته سور ور ګلان دا هغه خدای دی

چا چی په شپږو ورځو کې جوړ که دا جهان  دا هغه خدای دی

د انسانانو لپاره یی پیدا کړل رنګارنګ میوی سبزیجات لبنیات 

خواړه وی ګرځول حلال حیونات مرغان مایان دا هغه خدای دی

ورزده یی کړ انسانانو ته غیبي علم د موټر د ترین تیاری د کیهان

د کیمفوټر د تیلفون د تلویزون شي راحته انسان دا هغه خدای دی 

پوخوانیو زمانو کې هر څه به د جادو دم دعا په وسیله مخ کې تلل انسانانو

غلته استفادو ورنه کوله ځکه ورک یی کړل جادوګران دا هغه خدای دی 

مخ کې له انسانه په  ځمکه جنیاتو شیطان ژوند کاوه دوۍ ته خدای غټ غیبي 

علم ورکړی وه ول چیښتن د اس می عزم او لوی عالیمان دا هغه خدای دی  

جیناتو شیطان خپل منز کې قتلی قیتال وژنی شروع کړی یو بل باندی یی هڅ  سرپه

نه کوله خدای یی هیر کړ هم هغه وو خدای ورک کړل  جنیات او شیطان دا هغه خدای دی 

دیموکراتانو ولی خدای مو هیر کړی او د شیطان په غلتو لارو روان یی خدای تاسو ته سومره

اسانتیاوی برابری کړی ولی کوۍ کبر څوک چی راوري ګلۍ واوره باران دا هغه خدای دی 

انسانانو د شیطان په لمسون ولی لکه جنیات یو بل وژنۍ په یو بل د هیڅ رقم ظلم سیتم سرپه نه کوۍ

ذبیح الله ورته ووایه خدای به تر سو سبر کوي د خدای عذاب درباندی دی راروان دا هغه خدای دی

   

سرليک ؛ شعر

متن ؛ توبه وباسه انسانه

د د یموکراسي له ګناهونو نارواوو بیشرمیو له جهالت نه توبه وباسه انسانه

له قیمارشرابو چرسو پوډرو هیروینو بچبازیو زنا لواټت نه توبه وباسه انسانه

یورځ مړ کیږې د خدای وزور تو ورځی ولی د له شیطان سره د ملګر تیا ټینګه

کړی دین مذهب درنه هیر دی له د بی ځایه ازادي هماقت نه توبه وباسه انسانه

علم تعلیم تکنالوژي دنیا ډیر پرمختږ وکړ خو بیا هم د شیطان په لمسون انسانان په 

د موډرنه نړۍ کی لکه وهشي زناور یو بل وژني له د وهشت نه توبه وباسه انسانه

ولی د شیطان په مرسته کیمیاوي وسلې بم اتوم جوړوی د دنیا او انسانانو په زړر دی

دا شو انسانیت دیموکراتانو د خدای لی عذاب نه وډارسی له د منافقت نه توبه وباسه انسانه

طالیب او داعیشه تاسی ولی مسلمانان په ظلم سیتم ناروا وژنی که تاسی په ریښتا د خدای 

دوستان یاست ورسی فلستین ازاد کړی تاسی دروغ وایی له د رزالت نه توبه وباسه انسانه

مسلمانانو داعش او طالیب دواړه د ناټو او د امريکا د پټو شومو ګټو پلانو لپاره جنګیږي

ذبیح الله مافیایي توروریستانوته ووایه له د بی ځایه غلت منفي حرکت نه توبه وباسه انسانه

 

   سرليک ؛ شعر

متن ؛ توبه وباسۍ اخیر زمان دی

 خلکه له ګناهونو توبه وباسۍ اخیر زمان دی

خدای تل یادوۍ دوه ورځې ژوند په جهان دی

چا څه راوړي څه یی له ځان سره وړي دي

که فکر وکړو هر سړی خالي لاس روان دی

هر وخت ځان سره مینه محبت خوشحالي کوۍ

د زړه وینی مه خورۍ چی د ژوند په تاوان دی

کین بوغض نفرت ته په زړه کې ځای مه ورکوۍ

د دنیا له خوشبختي د لری کوي اول زړر یی ستا د ځان دی

تل په زړه کې مرګ اخریت یادوۍ می هیروۍ

ذبیح الله نور چی څه کیږي لوی خدای مهربان دی

 

   سرليک ؛ شعر

متن ؛ لیږ پوښتنی له می راشه

پروت یمه رنضور لیږ پوښتنی له می راشه

ډیر یمه مجبور لیږ پوښتنی له می راشه

تا چی ووینم زړه مې شي خوشحاله دا ناروغه 

زړګي می کړه ټکور لیږ پوښتنی له می راشه 

ډیره موده وشو چی مه نه یی لیدلی

ستا د وي قسم زرور لیږ پوښتنی له می راشه

ستا دیدن می د زخمي وجود دردمان دی لیږ نظر

کوه د ملنګانو په کور لیږ پوښتنی له می راشه

بی  له تا زما څوک دي چی می کړي وښکی پاکې زه ذبیح الله 

شوم ستا په مینه کې سوی سکور لیږ پوښتنی له می راشه

   

سرليک ؛ شعر

متن ؛ جانانه

ولی د ځواني خاوری هیری کړه ملنګ جانانه

په تا می کله پیرضو شي دا حال غنم رنګ جانانه

هغه ستا د لاس نښه می لا تر اوسه ساتلی 

په مینه د راوړي ول لونګ جانانه

بیلتون د خدای ورک تبا برباد کړي

زی جدا کړم ستا له سنګ جانانه

د کې زما هیڅ قوصور نه شته د ډیرو غمو

له لاسه می زړه نیولی د وینو زنګ جانانه  

دا به یی اذل کې لیکي وي هم داسی 

چی شو خوار او ځار دربره ګل رنګ جانانه

ذبيح الله ستا یادونه می هروخت په زړه راوریږي

پوهیږم ستابه هم یاديږي زما د بنګړو شړنګ جانانه

 

سرليک ؛ شعر

متن ؛  اشنا دا څه ګوزاره شوه

په ما له هر خوا غمونه راوري اشنا دا څه ګوزاره شوه

زړه می سبر شو ستا د لوري اشنا دا څه ګوزاره شوه

د اسمان ستوری شوې نه معلومیږی هر څوک وي په

مخه ځي شاته یوار راګوري اشنا دا څه ګوزاره شوه

ټول ومر می  تیر شو ستا په انتظار کې  د زړه دیوالونه 

د کړل راته غار غار سوري اشنا دا څه ګوزاره شوه

هی بی وفا ما څه ګڼلی ته څه راوختلی زما اظار درپسی

دی غرق به د کړي وبه د خوري اشنا دا څه ګوزاره شوه

ذبیح الله زه ګیله له خپل تقدیر نه کوم چی داسی یی خواره او

ځاره کړم ته په ما کوه کبر مغروري اشنا دا څه ګوزاره شوه

ویناوال او ليکوال

ذبيح الله شریفي

 

-
بېرته شاته