(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ورک جانان

[01.Jul.2017 - 22:19]

ورکه جانانه زمونږ وران کلي له کور راوړه

ته چرته یې راشه د زړه کور له مې شور راوړه

 

ما په ژړا ژړا کې خپلې سترګې وبایللې

ورکو ککو له مې د خپلو سترګو تور راوړه

 

د کوه قاف دیوان بلا دې زورور منمه

پښتونه عشقه ته ترې خپل جانان په زور راوړه

 

که تر مو نه کړې ښه به دا وي چې یې وسوځوو

د شونډو پاړ له مې د غوڅو شونډو اور راوړه

 

په پرهرونو یې د پاسه پرهرونه کوه

د سایل زړه له که راوړې دردونه نور راوړ

 
-
بېرته شاته