(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلیلا دزلفو بوې

[01.Jul.2017 - 22:17]

زه یم مجنون له تا به ډیرشمه خوشاله

ماته لیلا دزلفو بوی راوړ و شماله

مجنون ویلې ته کوچۍ زه شهزاده یم

نوم مې دی قیس باچازاده یم 

زما اوستا یاري خو شوې بې دلاله 

ماته لیلا دزلفو بوی راوړ شماله

لیلا ویلې ای زمایاره مجنونه 

خواته مې راشه جګر خونه

چې یوه سبینه خولګۍ درکړمه ملاله 

ماته لیلا دزلفو بوی راوړ شماله 

نه شوې ملا نه شوې فقیره 

نه دامنګیر ددستګیره 

څه دي حا صل کړه محمدنوره بې کماله 

ماته لیلا دزلفوبوی راوړ شماله

 ( محمد نور)

 
-
بېرته شاته