(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مرثیه

[01.Jul.2017 - 22:14]

ګلاب یې ښخ کړ، پر ریدي یې خاورې واړولې

پر یوه داسې شاه زلمي یې خاورې واړولې 

 

مور یې خالي کټ ته ورمنډه  کړه، ژړا کې وویل:

خلکه! زما پر سپین بچي یې خاورې واړولې

 

ستا د جنت په شوق راوتي کارنامې ته ګوره

د چا پر ټوله ابادي یې خاورې واړولې

 

اوس یې جامې ښکلوي، بوی پکې د زوی لټوي

د یوې مور پر زندګي یې خاورې واړولې

 

سبا اختر دی خو کورونو نه به چیغې راځي

څه پر نادره خوشحالي یې خاورې واړولې

 

له (لښکرګاه) ځنې جارو کړ د ځوانانو لښکر

څه پر نامي نامي بچي یې خاورې واړولې

 

توره بلا ده، څراغونه وژني شپه جوړوي

د رڼا ګانو پر ټولي یې خاورې واړولې

 

(دوسته!) څه حال دی؟ خو سرخط د خبرونو وي تل

بس پر پلاني او پر پلاني یې خاورې واړولې

 

نعمان دوست.

 
-
بېرته شاته