(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اى خدايه

[01.Jul.2017 - 22:12]

اى خدايه 

ما په سترګو ړوند کړه چې څه نه وينمه 

په ما کښې تاب د تماشې نشته 

ما په غوږو کوڼ که چې څه نه اورمه 

ما کښې جواب ددې قيصې نشته 

دغه قيصې د اوريدو نه دى 

زما نه ژبه واخله ګونګ دې شمه 

چې بيا څه نه وايمه 

دا خپل راکړې لاس دى بيا واخله 

چې زه څه نه ليکمه 

واخله د زړه زما نه هم وباسه 

ما تنګوى، ما زوروى، دردوى 

د هندوکش غوندې زلزل دې پکښې

 لکه يو جنګ او يو غوبل دې پکښې 

خدايه مازغه دې راله څه له راکړه

زه ترې يوه لحظه قرار نکړم 

لکه په سر کښې دوزخونه ګرځوم 

لکه چې عقل کښې اورونه ګرځوم 

خدايه پداسې تندى څه وکړمه 

چې فقط دې د سجدې د پاره 

په زمکه پريوځي د توبې د پاره 

خدايه ما واخله مانه بت جوړ که

په بت کښې ستا غرور محفوظ پاتې شى 

په ما کښې ته ئې ، خو تا نه وينى څوک 

او زه تا ځان کښې خوږولې نشم 

تا په خزلو په کوڅو کښې غورزولې نشم 

نورالبشرنويد

-
بېرته شاته