(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اختره مه راځه

[24.Jun.2017 - 18:04]

ورک شه د چا غټ محل ته بره په ما مه راځه

زه معتبر نه یم معتبره په ما مه راځه  

زه لا یو غلام یمه اختره په ما مه راځه

ځه چي زمونږ نه وې خپلو خلګو سره غاړه سه  

مونږہ عبث مه تنګوه خونه دي لتاړه سه  

ستا د بادارانو او زمونږ د کلي نه کیږي 

واړه غاړې مه وهه بس نه کیږي بس نه کیږي 

مونږ چي کله ستا د بادارانو نه ځان وګټو

مونږ چي د خپل ژوند د محبت ګلستان وګټو 

تا به هم ازاد کړو بیا هله به اختر سې ته 

وګوره بیا خپل قدر چي کوم غریب له ورسې ته 

تور چي مو د سترګو او شوخي مو د نظر سې ته  

هر زړه به دي کور سي او د هر چا به دلبر سې ته  

(رحمت شاه سایل)  

 
-
بېرته شاته