(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپارښت

[21.Jun.2017 - 23:09]

بادشاهي د جهان څه کی

ځانته څله زیاتی غم

د انصاف تلل مشکل دی

څه به ډیر کړی څه به کم

 

دا دونیا د سپي لکۍ ده

نه  نیغیږي  نه  سمیږي

په اوجود توره پیشو ده

چې یی وینځئ لا توریږي

 

د  ټټوانوو  په  ګله  کې

غټ ټټو مخکې روان وي

نو   بادشاه  د  ځناورو 

د هموو لوی حیوان وي

 

ربه فضل په موږ وکړه

موږ ساته د دی افته

چرته غټ خره ته پشا کړه

دا د سروو لالونو کته

 

سفارش ورته دا وکړه 

صیب زموږه د بابته

وی پام کوه د دله خره

غني وه نه وی په لته

(غني خان)

-
بېرته شاته