(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باغ

[17.Jun.2017 - 12:43]

 

غنیمت = ارزښت وړ، نېکمرغي = Blessing, boon, plunder

 لخلخه = د څو خوشبودارو څيزونو مجموعه چې مريض ته د دماغو د تقويت په غرض وربويولی شي = Aromatic ointment

 مشام = ماغزه، د بویولو وړتیا = The brain, the sense of smelling

 پیر = بوډا = An old person

 برنا = زلمی = A young person

 لؤلؤ = يو ډول ښځينه د مټ ګاڼه ، بازوبند = A type of women’s jewellery

 لالا = رېدی، لاله، يو سور رنګ لرونکی ګل چې په منځ کې پرې يو تور داغ وي، خانټول، غاټول = A poppy flower

 ارغوان = د ډول ګل نوم دی = The Judas tree flower, Cercis siliquastrum

بنفشه = چوڼیاکۍ = A type of flower, Viola odorata

 شقایق = د رېدی ګل = A poppy flower

 نوا = غږ، کوک، راګ، نغمه = A sound, a song

 غلطان = رپاند، لړزان = Thrilling, waving

 ګریاني = ژړېدنه، په ژړا کېدنه = Crying

 ګلګشت = په ګلونو کې ګرځېدنه = Walking amongst flowers

 صهبا = شراب، می = Red wine, alcohol

 تعطیل = خوشیا، وزګاري، رخصتي = Vacation, free time, holiday

 کامرانۍ = بریالیتوب = Success

 اندوه = غم، تشویس = Anguish, sorrow

 سفل = ژوره، ځوړه، ځوړی، نشیب = Lowliness

خصلت = روږتیا، خوی، عادت = Habit

وضعه = حالت، اکر = State

ما فیها = لکه چې څه هم دي، هر څه = What is, eveything 

ـ

ـ

د بهار ننداره او د خپلې خوددارۍ اظهار

 د خوشال بابا رح دیوان

مخ - ۷۵

 

د نوروز منت په باغ دی، په صحرا هم

 نوراني يې شي له فيضه هغه، دا هم

 

چې په باغ کې رنګارنګ ګلونه وا شي

 غنيمت ده، د ګلونو تماشا هم

 

لخلخې د نوبهار په هر مشام ځي

 ګلدستي یې څنډوي پير و برنا هم

 

د ګلونو هار په غاړه د دلبرو

 شرموي لعل و ياقوت، لؤلؤ، ﻻﻻ هم

 

د معشوقو په زلفينو کې ځای وکا

 ښايسته ګلونه پاس په وربل لا هم

 

ارغوان، که بنفشه، که شقايق دي

 زيبايي لري يو ځای، جدا جدا هم

 

په هر ګل باندې ټټر مږي بلبلې

 بيا له شوقه په هوا کاندي نوا هم

 

د هر ګل په مخ چې سر کېږدي بلبله

 پرې غلطان غلطان راځي باد سبا هم

 

په ګلزار پسې بلبله دل کباب ده

 په ارمان یې ځيګرخون دی د مينا هم

 

څوک په عيش، په عشرت کې، څوک په غم کې

 ځينې څه چارې ليدهٔ شي په دنيا هم

 

د قفس بلبله ژاړي ګرياني کا

 چې به چېرې په ګلګشت والوځو بيا هم

 

په هغو زما سلام، ما دې هم ياد کا

 په ګلزار کې چې نګار لري صهبا هم

 

څو بهاره مې بې ميو معشوقه ځي

 دا خود رای فلک څه چارې کا پر ما هم

 

ما وې ژر به څرخ زما په کام راوخوري

 ولې ډېر تعطيل یې وکړ، ﻻ یې کا هم

ـ

چې وخپلې کامرانۍ ته مې شا کړه

 غم اندوه د فلک نه لرم، پروا هم

ـ

له سفله منت به هېڅ دانا وانه خلي

 چې خبرې په خصلت شي په عطا هم

ـ

د منت دارو که مرم، په کار مې نه دي

 که علاج لره مې راشي مسيحا هم

ـ

د فرښتو آمين منت دی، په دعا کې

 ﻻ جرم ورځنې پټه کړم دعا هم

ـ

د جهان غمونه واړه پکې ځای شول

 شکر دا چې زړۀ یې لوی راکړ وما هم

ـ

چې ليدلې دې وفا د هغه يار وي

 په دوه سترګو قبلوه د دهٔ جفا هم

ـ

ښاپېرۍ مخ په خوب کې راښکاره کړ

 لېونتوب مې ورسره موندهٔ سودا هم

ـ

که خوشال، د يار وصال په دنيا مومي

 تمامي دنيا ترې ځار شه، ما فيها هم

 
-
بېرته شاته