(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[14.Jun.2017 - 14:56]

غزل,,,  حمزه بابا

زما زړۀ دې وی داغدارښۀ

ستاخــالونه پۀ روخسارښۀ

 

تۀ رنګ رنګ جــوړ وه زُلفې

زمـــــا عمردے پۀ دار ښۀ

 

تۀ پۀ سترګوکښې مُسکۍشه

ښخ زما پۀ زړۀکښې خارښۀ

 

ګُله تــــــــــا بهر ته بوځی

لــــــه رېبــــاره نوبهارښۀ

 

نن دې کــــــــړې دنداسه ده

اور دې بــل پۀ هر ګُفتار ښۀ

 

تۀ چې لږ پرې خوشحالېږې

غــــم زما پۀ سربسیار ښۀ

 

دَ وصــــال پۀ شپه تلوارکړې

دے تلــــوار دې له تلوارښۀ

 

وعده مـــه  کوه خــــو راشه

لــه ګُفتار  وی کــــردارښۀ

 

چې اشـــــنا دَ چې طبیب شی

هـــغه درست عمر بیمارښۀ

 

زۀ قیدی دَ رواج نۀ یــــــــم

ګرېبان مــــې تارپۀ تارښۀ

 

تۀ مغــــــــرور او بې نیــازه

زۀ نیازمـند یمه خـــاکسارښۀ

 

ســتا دَ وروځو له دې ګونځې

دَ تېرې تورې پرهـــــار ښۀ

 

پۀ ژړا زمــــــــــــا سوالونه

پۀ خندا دَ تا انــــــــــکار ښۀ

 

شپه دَ وصــــــل سـروې قده

له وِصــــــــاله دې رفتار ښۀ

 

اوس وِصال دےګیلې مــه کړه

هـر یؤ کـار وی پۀ خپل وارښۀ

 

تۀ زمـــــــــا دَ کـــور پۀ لاره

او زۀ ستا دَ کــــور پۀ لار ښۀ

 

سـتا تازه ښېوې نــــــازونه 

دَ حـــمزه تــــازه اَشعار ښۀ

 
-
بېرته شاته