(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

علاجونه

[13.May.2017 - 12:10]
علاجونه
په تیر شعر مې وشمیرل لږ مرضونه
که مو خوښ وي دا دي اوس څه علاجونه
 
د درملو اساسات دي څو ډولونه
حیواني او نباتي؛ وړانګې ،تعویذونه!
 
داروګان دي په رقم رقم جوړ شوي
ټابلیټونه، کپسولونه، سیرومونه
طبیعي دارو تر څنګه مصنوعي دي
اټومونه، مالیکول او میلاوټونه!
 
کلینیکونه، روغتونونه، کتنځیونه
واکسینونه، عملیات؛ ابیوټیکونه!
 
حیواني غوړي،پوستکي ،واکسینونه
نباتي پاڼې،میوې ،ریښې ګلونه!
د ایکس وړانګې،لایزر وړانګې هم درواخلئ!
که ونشو ،جراحۍ آپریشنونه
 
یو علاج د ځانځانۍ نه سو  پیدا
په چغارو،په دعا په تعویذونه
 
ساپی زړه ءور حمید وايي ناروغانو!!!
"و ڼنزل من القرآن ما هو شفآء.."+آیتونه
یوه خبره به په پای له تجربې کړم
خدای دې مل شي د رواني معتادونه!!!!
 ډاکتر حمیدالله  زړه ءورساپی 
-
بېرته شاته