(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو

[11.May.2017 - 12:06]

وطنه زوی د پښتون یم

تانه په سو ځلي ځاریږم وطنه زوی د پښتون یم

په تا له مال او سر نه تیریږم وطنه زوی د پښتون یم

پام کوه چی سر ټیټ نه کړی چاته په ما چه هر رنګه

سختي راشي نه ورنه هیريږم وطنه زوی د پښتون یم

ته یی شمع زه د پتنګ یم ستا هفاظت ته ملاتړلی ولاړ یم

ستا هری قرباني ته اماده یم نه ډاریږم وطنه زوی د پښتون یم

ته زما جنت نیشان یی په دی دنیا وطنه پربه د نږدم هي چاته

کله ته زما کله زه ستا په کاریږم وطنه زوی د پښتون یم

خدای د سوله راولي چی د خوشحالي سور شال در په سر کړو

ذبیح الله وایي په اوسني حالت دی زوریږم وطنه زوی د پښتون یم

 

 ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

علامی دي د قیامت

په مذهب وهي ریشخند ټوکی ورته ښکاري ویده دي په خوب د غفلت علامی دي د قیامت

لا پوخوا ریشخند شوی وو دین د بودایزم هیندویزم عیسوت او یهودیت علامی دي د قیامت

د دیمکوراسي تر نامه لاندی رنګا رنګ بی شرمۍ ګناهونه کیږي هي څوک نه په وایی بد 

د داعیش او طالب له لاسه ظعیفه کیږي له منزه ځي پاک دین د اسلامیت علامی دي د قیامت

سړی له سړي سره ښځه له ښځۍ سره واده کوي د شرابو مه وایه چرس پوډر ایروین ازاد خرسيږي 

سیکس کلپ کازینو  په ښکاره جوړی شوی وایي دیموکراسي دی داشو انسانیت علامی دي د قیامت

د وسلو بمونو فابریکۍ خو هم اورپا او امریکا روس سره دي دوۍ ګرم کړی د وسلو بازار ګرم ساتلی

څوک به ورته ووایي ولی جوړوۍ خترناک کیمیا وي وسلی اتوم بم شته دا جوره ت علامی دي د قیامت

ذبیح الله اروپایي او امریکایي مافیا غواړي ټوله نړۍ تر کڼترول لاندې راولي د هم دغه مرام هدف لپاره

جنګیږي دیمکراسي تروریزم جنګ هسی یوه بانه دی غواړي له منزه ویسي اسلامیت علامی دي د قیامت

 

 پښتنو

یو موټی یو لښر شی خورو ورو پښتنو
دا څه درباندی شوي د رغو غرو پښتنو
کله به د پلار نیکو له وصیحت نه عبرت
اخلۍ راویښږی زما خړو زمرو پښتنو
د یوالي ناری نه اورم ټول چوپ دي ولی
زما تالاوالا قامه له یو بل سره مرورو پښتنو
څوک به د اتحاد اتفاق ناری وچتی کړي
تاسی ولی ویده یاست زما خپل سرو پښتنو
دا منم په ازادۍ وطن ناموس مین خلک یاست 
ذبیح الله دا اوس ولی نه یوکیږی سرزورو پښتنو
ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شريفي

 زور د پیسو دی ؟
ڼن ورځ انسانیت نشته زور د پیسو دی
دوستي مینه محبت نشته زور د پیسو دی
د هر چا کشش دنیا دولت پسی دی خدای یی 
هیر دی هم دا دی واقعت زور د پیسو دی
دین او مذهب پسی ریشخند وهي ټوکی ورته
ښکاري ورنه هیر دی اخیرت زور د پیسو دی
لواټت زنا په ښکاره شوله ریواج څه کیی دیموکراسي 
دی هي څوک ورباندی نه وایي نالت زور د پیسو دی
د دیموکراسي تر نامه لاندی په  بی شرمي ناروا کړي څوک
 به مخکې سي له یو بل سره ده رقابت زور د پیسو دی
وایي هم دا ازدي د انسان د شیطان په ګناهونو بوخته دي
څوک به دیموکراسي وغندي لاړو له منزه شرافت زور د پیسو دی
ذبیح الله د دولتو به څه درته وایم د دیموکراسي تر نامه لاندي ټول 
ماپیایي سستم په نړۍ کې روان دی هي چیرته هم نشته عدالت زور د پیسو دی

په چا څه

چی یی شکیدلی ګیروان دی په چا څه
هم دغه لیونی زما جانان دی په چا څه
زما په مینه عشق کې یی هر څه وبایله
اوس ناخبره له خپل ځان دی په چا څه
ملنګۍ کې خوښ لکه پادشاه دی په چا
یی نه ورکوم زما قدردان دی په چا څه
پرون یی راته ویل ته زما دین او ایمان یې
زما زړه تازه ستا په پیزوان دی په چا څه
ذبیح الله رقیبان که هر څه وایي وه د وایي ڼن ورځم 
په غیږ کې ټینګ نیسم هم دا زما ارمان دی په چا څه

 

 له چا ګیله وکړو ؟

د ریشوت او خیانت سبب همدا بی شرمه اشرار لڼډغران دي 
په وطن کې د ګډوډي د بی امني لوی هیلت همدا غداران دي
یو یی هم مسلک نه لري په واسیتو په غټو پوستو د دولت کې
مقړر شوي لوی میسال یی دوستم خر او نور پنجشیریان دي
د شمالي ټلوالې لڼډغرو چور نیښلولې په معدنونو د تریاکو او
هیروینو قاچاق هم دوۍ کوي اصلي دوۍ د دولت ټیکداران دي
نڼګرهار کې دومره څوک نه شته د دوۍ مشري رهبري وکړي
ظاهیر قدیر اهمق بی سواده ته وګورۍ دا زمونږ مشران دي
ذبیح الله له اشرف غني به څه ګیلی مانی کړو د امریکې اجینټ 
ګوډاګی دی خپله وظیفه کړۍ وزیران او وکیلان هم اجینجټان دي

 

په نوم د جهاد شو سالیتدارد وطن

هر بی مسلکه خاین اشرار په نوم د جهاد شو سالیتدار د وطن
هر وطن پروش ایجڼټ غدار په نوم د جهاد شو سالیتدارد وطن
اشرار څوک شو ولوسوال څوک شو قومدان د امنې څوک شو والي
شوه غلا ریشوت یی کاراوبار په نوم د جهاد شو سالیتدار د وطن
د بی کارۍ له لاسه ځوانان څوک شو پوډري چرسي څوک شو پولیس 
اسکر د اشرارو ځامن شول توجار په نوم د جهاد شو سالیتدار د وطن
وطن له کوڼډو ایتیمانو ډک دی اشرار ګرځي په لیکسیس او لانکروزرکې 
جوړوي لوکس کورونه دری منزله پرکدار په نوم د جهاد شو سالیتدارد وطن
د هیروینو تریاکو د معدنو قاچاک هم همغد اشرار کوي نه مړيږي ذبیح الله
په وطن کې اچولی ټوله ګډوډي بیروبار په نوم د جهاد شو سالیتدارد وطن

تر سو به یو بل وژنۍ ای افغانه ؟

تر سو به خپل ورور وژنی ای افغانه
د طالب او اسکر په تور وژنی ای افغانه
لیږ فکر وکړه نور سومره ایتیمان ډیروي
ولی سکه ورور د خپلی مور وژنی ای افغانه
جهالت او بیعقلي هم هد لري تر سو به ته ختا
وسی خپل بازو خپل زور وژنی ای افغانه
ولی د خدای له قهرنه نه ډاریږۍ افغانانو
خیالي ځوانان په ډیر غورور وژنی ای افغانه
ذبیح الله ورته ووایه داغواړی چی بازارو کې
خیر ټول کي خاوند د خپلۍ خور وژنی ای افغانه

 

 له مستۍ نه یی نه سکم ؟

جاردسم جامونه راکړه تازه تازه کې
د حجران سره لمبه می ده په زړه کې
رانه پاتی جنت نیشان وطن دی له مستۍ
نه یی نه سکم کتل ولی کړی راته غوسه کې
پس له مودو د راغلی یمه خواته ساقي ګله
د خدای لپاره بس به راته نه وایی په نشه کې
غمونه ډیر دي زه یواځی د زړه حال چاته ووایم
د ښکلي جانان تصویر راته کته پورته کیږي په پیاله کې
کله نا کله مزه کوي له میخوارنو سره نشه کول
ذبیح الله ڼن می باسم د زړه بړاسې په دغه میخانه کې

 

څوک به د خوارنو غږ پورته کړي ؟

مشره خان پاچاخانه نه یوځلي بیا راشه دنیا ته
د ازادۍ ناری پورته کړه بیا راشه پښتون خواته
ستاپه حجران کې پښتانه یاغي باغي شول نه لري هي 
څوک لکه بی شوپونه رمه تیت دانی شول هر خواته
په رنګا رنګ دسیسو شپه او ورځ وژل کیږي په دومره 
دردونو کې یی مشر معلوم نه شو ووایي د زړه فریاد چاته
له یوی خوا جنګ دی له بلی خوا د پښتنو خپل منځینۍ بی 
اتفقاۍ ور بل دی حک پک ټول حیران دي د جګړې بلاته
له بلی خوا خواري غربي دی چاته کار نه پیدا کیږي ذبیح الله 
د وطن کې داسی خلک هم شته چی حیران دی ډوډی د سبا او بیګا ته

   

؛ طالبه اخیر ولی ؟

هم ځان وژنې هم بل تبا کوی اخیر ولی
له وړو بچیانو پلار جدا کوی اخیر ولی
دا غواړې په وطن کې ایتیمان ډیر شي
د چا لپاره مور په ژړا کوی اخیر ولی
نه سوله غواړې نه خبرو ته کینې ولی
جنګ د حل لاره نه دی غټه ختا کوی اخیر ولی
تاته عرب ایرن او پنجابیان هرڅه وایي هم هغه 
کوې دا له خپل قام سره غټه جفاکوی اخیر ولی 
دا د ذبیح الله واوره تر سو په سوله خپل قام په غیږ کې 
وڼنیسی تر هغو پورې به ځان وژنی دا ګنا کوی اخیر ولی


 پښتونه ته خو داسی نوی ؟

دا د چا په لمسون خپل ورور وژنی ته خو داسی نوی
پښتونه خپل باځو خپل زور وژنی ته خو داسی نوی
د خیالي هاوس د هورو او غیلامانو لیونیه دا څه درباندی
وشو نازولی ځوی د خپلی مور وژنی ته خو داسی نوی
د جاهیل عرب او د کرغیړنو پنجابیانو کیسی هیری کړه
ولی داسی کړی د پښتو کولتور وژنی ته خو داسی نوی
دا جګړه د شیخانو او کاوبایانو جهالت ښي ته هسی په کې
راګير یی پښتونه کله خپل او کله نور وژنی ته خو داسی نوی
دا چا درته ویلي ځان پوری بم وتړه بیا د ۳۲ هورۍ په نصیب کیږي
ذبیح الله ورته ووایه ولی شاځلمیان د خپل کور وژنی ته خو داسی نوی

 

 پښتو ژبه

پښتو د میړانې او غیرت ژبه دی

د جرګو د انصاف عدالت ژبه دی

پښتون والي نه لري ساری چیری

د شعر او شاعری د عیزت ژبه دی

د دنیا د انسانیت لپاره ډیر داسی څه

شته په کې د مینې او محبت ژبه دی

پښتو تل ستایي د خوارانو غریبانو 

مجبوریت ځکه د واقیت ژبه دی

تل یی د ازادۍ لپاره لیکلي تراڼې دي

ذبیح الله دا له چا نه ډاریږي د جوره ت ژبه دی

 

د پښتو ګیله له ښاري پښتنو نه

د پښتنو مشر یا پاچا چی مشور شي پښتو پریږدي

چي ریس وزیر شي مغرور شي پښتو پریږدي

له چا ګیله وکړو سم دم پښتون به وي چی

په کابل کې خاوند د کور شي پښتو پریږدي

په پردۍ ژبه لکه طوتي لګیا وي ته وایی د مور او پلار

ژبه یی دی هر څوک وي مخ یی تور شي پښتو پریږدي

ما خو یو پاړسیوان وه نه لید چی ستا سو غوندی شي

نو پښتون نه ولی هیر خپل کولتور شي پښتو پریږدي

ذبیح الله دا شعر دی تاریخ نه دی د هره غلتیانۍ درته په ګوته کړم 

هر پښتون ته دا وایم په نصیب یی د دزوخ ور شي پښتو پریږدي 

 

-
بېرته شاته