(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شل کلن زلمی

[25.Apr.2017 - 20:19]

 غواړم چې بېرته شل کلن زلمی شم

 

غواړم چې بېرته شل کلن زلمی شم

غواړم چې بيا در باندې زړه وبايلم

ستا د مکتب په دروازه کې درته ودرېږم

او په شلېدلي پنځه ګون درته شمېره ولیکم

درته يې وغورځوم

•••

غواړم چې بېرته شل کلن زلمی شم

باډي بيلډنګ پرېږدم، فوټبال شروع کړم

ځکه چې ستا د کتابونو په بکسه باندې د توپ عکس وي

•••

غواړم چې بېرته شل کلن زلمی شم

له ښاره تش راشم خو ستاسو د کوڅې له دوکان

پنډه سودا واخلم

او دوکاندار دوست کړم

 •••

غواړم چې بېرته شل کلن زلمی شم

ستا د لمړي مسېج خوښي احساس کړم

چې دې ليکلي و

نوره مې لار مه نيسه

کچېرې وروڼه مې در وپوهيږي

بيا به دې ډېر ووهي

چې زما نه لوريږي

•••

غواړم چې بېرته شل کلن زلمی شم

د ښار په هغه هوټلونو کې چې

د ښځينه لپاره ځای لري شيريخ وخورو

او د پردې تر شا د لاس ونيسم

•••

که دا امکان نه وي چې بېرته شل کلن زلمی شم

غواړم چې ټوله حافظه سپينه کړم

غواړم چې بيا درباندې زړه وبايلم

ځکه د هغه کال تکرار ته مې بيا زړه شوی دی

 

نذیر احمد نذیر

 
-
بېرته شاته