(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو

[25.Apr.2017 - 20:15]

پښتو د ننګ او شجاعت نوم دی

پښتو د پت او د غیرت نوم دی

پښتو یوازې یوه ژبه نه ده

د یو تهذیب او ثقافت نوم دی

پښتو خو مرسته له مظلوم سره ده

د هر ظالم نه د نفرت نوم دی

پښتو تور سرو ته درانه کاته دي

د پېغلو جونو د عصمت نوم دی

پښتو د دین او د ایمان نخښه ده

د دیانت او شرافت نوم دی

پښتو د تورې نه مخ نه ګرځول

دا د جرآت او شجاعت نوم دی

پښتو میلمه نه مال و سر جارول

د دیانت او سخاوت نوم دی

پښتو، بې وزلو ته پناه ورکول

د قربانۍ او د همت نوم دی

خو د فرنګ د ملا هم واوره

وايي پښتو د جهالت نوم دی

 

 حمزه بابا

-
بېرته شاته