(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون ځلمیه

[10.Apr.2017 - 11:56]

پښتون ځلمیه

راپاسه ولی

ویده میده یی

خبر نه یی

بابادی

په قبر کې

درنه خپه دی

ویلی ولی

زما توره

تووره شوی ده

زنګو وهلی ده

ای پښتون ځلمیه

احمد شاه او شیرشاه

د خوشحال خان او پاچاخان

غیرت او میړانه

د له یاده وویسته

درنه هیره شوه

پښتون ځلمیه

ستا ټول وطن

ولیس ولیس یی

هیدره هیدره شو

ته لاخبر نه یی

وطن دی ټول

له کوڼډو ایتمانو 

ډک شو

ته لا خبر نه یی

پښتون ځلمیه

قسم په هغه خدای

د پالنګ خوب 

درباندی حرام دی

ځکه ستا د شهید ماشومان

په سړکو بازارو کې

خیر ټولوي

............

  ؛ له د غمه ژړیږمه

پښتانه ورک برباد تبا شول له د غمه ژړیږمه

په لر او بر سره جدا شول له د غمه ژړیږمه

په رنګا رګ ډلو ټپلو دوښمن سره ویشلي دي

ولی دومره بی فروا شول له د غمه ژړیږمه

نه په یوه جرګه سره راټولیږي نه یو لښر شو

موستامیره د امریکا شول له د غمه ژړیږمه

اخیر تر سو به دا بی اتفاقۍ وي رابیدار شۍ

پښتون قام لوټ لاړ پنا شول له د غمه ژړیږمه

تر کله به د نورو غلامي کړو ذبيح الله د دشتي لیلي 

شهیدانوته دهوا مرغان په ژړا شول له دغمه ژړیږمه

............

؛ له چا ګیله وکړو چاته ووایو ؟

کته او پورته ټول وطن په وینو رنګ دی 

یو بل سره هر وخت تربوري ګلی مانی کړو 

کته او پورته روان هر خوا کې مو جنګ دی

یو بل سره خپل منز کی جنګونه د ښمني کړو

په خپله خپل منز کی مو بل کړی هر اور دی

په خپله مو هر دام غوړولی هر لور دی

هر تاوان اول له خپلو بی باکو مشرانو رارسیږي

له پردیو څخه ګیله نه کیږي له خپلو کیږي

خدایه معلومیږي نه څوک اسلی ګناه کار دی

خدایه هر چا نه د ژوند ورکه شوی لار دی 

د د ښمن هر چل هونر ځکه راباندی زور دی 

د د ښمن په د کار هر لاس راباندی بر دی

راتړلی یی په پښو کی په هر نوم د جګړو زنګ ی 

رانه ورکه شو لاره د یوالی او نګ دی

د بل په ایشارو په مشوره خپله ورانی کړو

کته او پورته ټول وطن په وینو رنګ دی 

یو بل سره هر وخت تربوری ګلی مانی کړو 

کته او پورته روان هر خوا کی مو جنګ دی

یو بل سره خپل منز کی جنګونه د ښمنی کړو

له یوی خوانه د ښمن د نفاق جوړ کړی راته اړم دی 

له بلی خوانه بی علمي جوړ کړی راته غم دی 

راغلۍ خدا یه افغانانو باندی څه بلا دی 

راغلۍ په جامه کی که د نیکتای که ملا دی 

له د بلا نه خلاس یدل اسانه کارنه دی

له خپل حال هی څوک له ځانه خبر نه دی 

د چا یی ورانی کړی خونی خوار او ځار شول 

د چا یی مات کړل سرونه خاوری په سر شول

چا نه یی وخکلی سترګی ړانده شول

چا نه یی وشکول غوګونه کاڼه واڼه شول

څوک یی جګ کړل په پنجرو کی

څوک یی کینول په چل په وزرو کی

راوی غورزول له جګو جګو پاڼډونه

راوی شکولی غاړی ګاری بګاری ګریوانونه 

د هر چا زړه نیولی د دردونو زنګ

د هر چا زړه خدایه له د جکړو تنګ دی

د بل د ګټو لپاره هر رنګه قربانی کړو 

د بل په ایشارو په مشوره خپله ورانی کړو 

کته او پورته ټول وطن په وینو رنګ دی 

یو بل سره هر وخت تربوری ګلی مانی کړو 

کته او پورته روان هر خوا کی مو جنګ دی

یو بل سره خپل منز کی جنګونه د ښمنی کړو

............

؛ ته راځی او کنا ؟

په ما د غم توره شپه دی ته راځی او کنا

که له ما د ویستی توبه دی ته راځی او کنا

دوه ورځی ژوند وو لاړ وخوړ د حجران غمو

ژوند عجبه شانته کیسه دی ته راځی او کنا

تل می په سترګو کې غړیږی نه د هیرومه

ولی د هیره کړی وعده دی ته راځی او کنا

ما څه ګڼلی ته څه راوختلی زما ورکه یاره 

هم دغه می یوه ګیله دی ته راځی او کنا

نور څه نه دي زه یم او ژړاګانۍ ذبیح الله 

زړه می له تانه ډیر خپه دی ته راځی او کنا

............

یاره راشه ؟

ته می سنګ کې نه یی په ما غم دی یاره

هر شپه تیروم په ویر ژړا قسم دی یاره

د زړه حال چاته ووایم هي څوک نه شته

د بیلتون له لاسه می زړه قلم قلم دی یاره

د حجران دردو ویلی ویلی وبه وبه کړم

یو ځلي خو راشه دا څرنګه سیتم دی یاره

دنیا چی ټول جانان جانان شي څه کوم ته چی

په کې نه وی هر ځای راته جهانم دی یاره

اختر ته مسافر وطن ته راغلل ته رانه غلې

امزولی راته وایي ذبیح الله لوی ظالم دی یاره

............

 ؛ له د غمه ژړیږم 

بی علمه بی تعلیمه رالوی مو اولاد شو

له د غمه ژړیږم وطن مو لاړ برباد شو

کیسه کې یی څوک نه شته لاپسی خرابیږي هم دومره 

تباهي بس دی ډیر ځوانان قتل عام په نوم د جهاد شو

تر سوبه خپل منز کې ګیلی مانی کړو وخت رانه 

تیریږي نور بس دی راځی راټول په یوه اتحاد شو

په دومره جنګو کړاونو کې یو مشر مو معلوم نه کړ

راځی د بی اتفاقي کینی بوغز له زولنو نه نور ازاد شو

څوک د ایراني څوک د عرب څوک پنجابي شاته ولاړ دی

دا د شرم ځای دی هر یجیڼټ اشرار ښه موړ ښه اباد شو

 

............

؛ دا وطن انقلاب غواړي

دا وطن نوی انقلاب غواړي د زلزلی په شان لړزان غواړي

بیرغ د ازادۍ وچتول غواړي دا کار ویښ بیدار ځوانان غواړي

راځی په یوه جرګره سره راټول شو یو موټی یو مشر وټاکو پښتنو

دا حرکت مشران لکه شهید خان سمد خان او خان پاچاخان غواړي

اخیر تر سو به تیت دانې وانې ګنس ګیچ مړه پړه ویده میده پراته یو

پښتنو په جرګه مو کله ورته ویلي اخیر له مونږه څه دا غربیان غواړي

د غریبي د شور ماشور جنګ ته وګورۍ او ستاسو خاموشۍ ته وګورۍ

د تاریخ پاڼې د ګاندي ماندیلا د امان الله پاچاخان غوندی قهرمانان غواړي

پښتنو راځۍ یو تاقت یو موټی شو په سوله د خبرو له لاری وطن ازاد کړو

ذبیح الله قلم وایي دا وقت راغلی له کرغړنو پنجابیانو ازادي پښتونستان غواړي

 

............

؛ ته لیونی شوی یی حساب د خراب شوي ؟

 

یو غریب کلی وو په د کلي کې د غریبي له لاسه هیڅ کار او روزکار ځوانانو ته نه پیداکیدی ځوانان ټول بیکاره ول په د کلي کې نهه ۹ اڼډیوالان ول دوۍ په خپل منځ کې ډیر خواږه دوستان ول له یو بل سره یی بی هده ډیره مینه کوله دا نهه ۹ اڼډیوالان ډیر کاریګر حلکان ول ډیر خوش تبیته مخماتي هم ول په پسرلي وړي کې به یی له هر چا سره کرنه لو د بامو کاګل کې مرسته کوله نور نو کلی غریب وو څه کار نه وو په ژمي کې به ټول بی کاره بی روزګاره ول خو د یورځ د کلي ملا مړ شو ورسته د ملا له مرګه د کلي ته یو مولوی صاحب راغی دا مولوی صاحب د جومات ملا سو یوه ورځ دا نهه ۹ اڼډیوالانو په ژمي کې خپل منز کې ساتیرۍ مستۍ ټوکې ټکاری کولی هم هغه وو چی دا مولوی صاحب یی هم خواته د دوۍ مجلس ته ورغی سلام یی واچو خو مولوی صاحب یو سو لحظی چوپ وو دی دوۍ مجلس ته یی غوغ نیولی وو خو وروسته له یو څه زڼډه مولوی صاحب ځان معریفي کړ اول یی دا نهو ۹ اڼډیوالانو ته یو سو له پنده ډکی ټوکی کیسی وکړی ورسته یی مسلې شروع کړی هم هغه وو چی په دوۍ یی د ماذدیګر ازان وکړ مولوی صاحب ورته وویل چی زه اوس ځمه تاسی کولی شی د ماخوستن لمانځه ته راشی بیابه  نوری غوری مری سره کوو او اوس زه درنه ځم په د نهو ۹ اڼډیوالانو د مولوی صاحب ټوکو ټکالو کیسو خبرو سخت تاسیر وکړ سخت خوند یی ورکړ هغه ځکه چی دا نهه ۹ اڼډیوالان خو د کلي ساده پاده حالکان ول او مولوی صاحب خه لو تعلیم یافته لوی جادوګر انسان وو ځکه په دوۍ یی خبرو تاسیر وکړ خو بلاخیره دا نهه ۹ اڼډیوالان وروسته د ماخوستن له لمانځه نه په جومات کې پاتی شول خو مولوی صاحب هم هغه سی اول په ټوکو شروع وکړه بیا یی په کیسو شروع وکړه بیا یی په ورو ورو د جنت په هورو عنامونو شروع وکړه بیا یی ورو ورو په جهاد او حجرت شروع وکړه هم هغه وو چی  دا نهه ۹ اڼډیوالان یی ورو ورو په خپل دام کې راګیر کړل او جهات ته یی تشویق کړل خو بلاخیره یو ورځ دا نهه۹ اڼډیوالان مولوی صاحب جهاته تیار اماده کړل او دا نهه ۹ اڼډیوالان لاړ د جهاد سنګر ته په جهاد کې یو څه زڼډ ورسته د دغو نهو۹ اڼډیوالانو په پوسته راکیټ ولږیده اته ۸ اڼډیوالان خو ځای پر ځای شهیدان شول دا دی یوه پښی قته شوی وی خو دا ګوډ غازي مجاهید بیرته کلي ته راغی او ورغی مولوی صاحب ته چی وه مولوی صاحب مونږ باندی خو داسی ټوکه وسوه اوس څه وکړم مولوی صاحب د ګوډ غازي مجاهید ته وویل ته مه خپه کیږه ستا اڼډیوالان ټول جنت ته لاړ او دوۍ ډیر خوشحاله دي حلته او تاته له خدایه سبر یی جمیل غواړمه او ته مه خپه کیږه تا باندی د الله امتهان راوستی چی ته ود ریږه څه کوی شک کوی او که موقامت کوی او ته باید بیر ته جهاد لاړ شی په لاسو باندی د مجاهیدو ته ډوډۍ پخه کړی دا هم اکبر جهاد هم هغه وو چه ګوډ غازي مجاهید بیرته لاړ جهاد ته خو داوارته راکیټ رای په اشپز خانه ولګید د ګوډ غازي مجاهید دواړه غبرږې سترګې ووتی ړوند سو بیا راغی مولوی صاحب چی او ورته وویل چی وس څه وکړم مولوی صاحب دا متل ورته وکړل وای تیلو ډڼډ ته چی هر وخت ګوګړ ورواچی ور اخلي ته اوس هم جهاد کولی شی مه نا اومیده کهږه ته باید په هم دغو ګوډو پښو ړندو سترګو جهات ته لاړ شی چی دا نور مجاهد غازیان له تا عبرت واخلي په شا نه سي او ته باید د مجاهیدو منز کې د ناری تکبر او الله اکبر ناری ووهی چی مجاهدین په اساساتو او جزبو راشي او ورځه په خدای  توک کړو ګوډ مات ړوڼډ غازي مجاهید بیا لاړ جهاد ته خه خولاسه دوارته یی دواړه لسونه هم پری شول قته سول ګوډ مات ړوڼډ غازي مجاهید بیارای کلي ته او مولوی صاحب ته ورغی چی اوس زه څرنګه جهاد وکرم ته په ډیر هیرانتیا او چوپتیا سره وویل ولله اوس خو زه هم نه پوهیږم چی تاته کوم رقم جهاد دروښیم زه هم نه پوهېږم هم هغه وو چی ګوډ مات ړوڼډ غازي مجاهید ډیر په تونده لهجه مولوی صاحب ته وویل چی اوس زه ښه پوهیږم څرنګه جهاد وکړم مولوی صاحب راځه دواړه جهاد وکړو مولوی صاحب ورته وویل څرنګه جهاد ګوډ مات ړوڼډ غازي مجاهید ورته وویل چی یو ډانګۍ یا و وګد لرګی راواخله زما په کونه یی راومڼډه رانینباسه او د مجاهدینو پوستی راباندی جارو کوه هم ستا سواب اجر جهاد وشي او هم به زما ؟  مولوی صاحب ورته وویل ته لیونی شوی یی حساب د خراب شوي؟

 

............

 ؛ د لنګې غوا کیسه

یورځ په پسرلي موسم کې په یوه زنګله کې د خدای قهر عذاب رانازلشو او یو تیز باد توپان ګلۍ شروع وکړه بیا وروسته زوروره برښنا تلنده شروع شوه بیا په زنګله تندر راوغورزیده زنګله ور واخیسته خو د تندر د زوره په زنګله کې ډیر حیوانات او مرغان مړه شول غټ تلفلات یی ورکړ بل د پسرلي موسم وو د زیاترو حیواناتو ماده یا ښځی بلاربې وی ډیرو پچیان زیږولي ول او ډیرې مړې شوې بل د خدای قهر عذاب دا ناذل شوی وو چی ایچا شودې نه درلودې خو دا ژوندي پاتی حیوانات هم داسی خپه هیران ول چی اوس څه وکړي چی خپل بچیان له مرګه وژغوري بچ یی کړي خو دوۍ هم داسی لالوانده کته پورته ګرځیدل خو بیلاخیره دوۍ تسمیم سره ونیاوه چی له دی زنګله نه به ځو بلی خواته او له د دود ور لمبو سکروټو نه به ځان خلاسوو خو دوۍ ټولو حرکت وکړ هم داسی روان ول وروسته له یو څه زڼډه ګوري چی په یوه تک شین چمن کې یوه لنګه غوا سري واښه خوري لګیادی خو ټول حیوانات خوشحاله شول ورغلل د لنګی غوا خواته حیوانتو لنګی غوا ته ټوله کیسه وکړه څه چی تیر شوي ول خو حیواناتو لنګی غوا ته ډیری وزرو زاری وکړی چی زمونږ بچیان وږي تږي دي که ته ورته شودې ورکړی دا به ستا لویه میهرباني وي په مونږه او ته چی هر څه غواړی مونږ درته امده یو خو باد له ډیرو شرتنو او خبرو لنګه غوا تیاره شوه چی شودې ورکړي هم هغه وو چی ورو ورو ورځ له بلی د لنګی غوا ناز او نخری زیاتیدلی او حیواناتو به په ډیر راستۍ خوشحالۍ حوسلحه د لنګی غوا خیدمت کاوو خو لنګه غوا نه دریدله ل خپل بد چلند او ناز نخرو شرتو یی وهلو ټکولو نه یی لاس نه اخیست خو هیواناتو وروته وویل چی وه لنګی غوا ته مو له هر زحمت نه خلاسه کړی له هر مشکیل نه مه خلاسه کړی ته سی هر سه وایی مونګه یی منو درته تیار ولاړ یو د زنګله بادشاهي مو تاته در کړه دا تاج مو ستا په سر در کیښود ته       ته ولی داسی کوی لنګی غوا په ځواب کې ورته وویل چی زه اوس باد شاه د زنګله یمه هر څه چی کومه هم هغه سی باید وشي حیواناتو ورته وویل ښه ملیکي صاحیب ته چی څه وایی مونږ به یی منو امر کوه خو حیواناتو د ناچاری له لاسه هم داسی ژوند کاوو خو بیلاخیره لنګه غوا ورو ورو په وچیدو راغه شویدې یی په کمیدو شوی لنګی غوا دا فکر کاوو که زه وچه شم شودې می خلاسی شي مانه خو دا بادشاهي دا شان شوک دبدبه ټوله له لمنځه ځي زه به څه کوم هم هغه وو چی لنګی غوا ته شیطان لارښونه وکړه چی د حیواناتو منځ کې بی ایتفاقي جنګ او شور ماشور واچوه ته تر اخیره بادشا پاتی کیدلی شی لنګی غوا له شیطانه پوښتنه وکړه چی څرنګه  بی ایتفاقي جنګ او شور ماشور واچوم شیطان ورته وویل وای د زمري بچیان وژنه په پړانګ یی وراړوه د پړانګ بچیان وژنه په زمري یی وراړوه د خره بچیان وژنه په اسپ یی وراړوه اسپ بچیان وژنه په خره یی وراړوه هم دا سی دا د نورو حیواناتو بچیان وژنه یو په بل یی ورواړوه  هم ده چی دوۍ  خپل منځ کې وژني ستابادشاهي به روانه وي تر هغو پوری چی تر سو دوۍ یو بل خپل منځ کې وژني خو دا لړی یو څه مو ده روانه بیلاخیره حیواناتو خپل منز کې پټه له لنګې غوا جرګه سوله وکړه بیلاخیره خبره روسوا شوه چی دا ټول د لڼګې غوا کارونه چل او ول دی هم هغه وو چی حیواناتو بیا جرګه وکړه تسمیم یی ونیاوو چی نور باید  لنګې غوا مورداره شي او وره شي هم هغه وو چی حیواناتو په لنګې غوا امله وکړه مورداره یی کړه

دا وه د لنګې غوا کیسه

ویناوال او لیکوال

ذبیح الله شریفي

............

     

 ؛ بد عمله اولاد 

مونږ یو زوی درلوده

زمونږ زوی ډیر ښایسته وو

په مونږ مور او پلار

دۍ ډیر ګران وو

ده به چی وړک توب کې 

هر څه غوغتل 

مونږ به ورته راوړل

دۍ به ډیر خوشحاله کیدی

مکتب کې هم ښه وو

خپل درسونه یی ښه ویل

ښه په شوق سره یی ویل

مونږ له ده سره بی هده

 ډیر زحمتو نه تیر کړل

ډیر په ناز او نخرو په 

خوشحالي مو رالوی کړ

زمونږ د مور او پلار

په زړه کې ده ته 

ډیر ارمانونه ول

چی دۍ به رالوی شي

زمونږ د ژوند او سر

 پناح به وګر ځي

 مونږ به ده ته 

وادهٙ وکړو

د ده به واړه بچیان وي

زمونږ لمسیان به وي

زمونږ د ژوند اخیر سفر به

له لمسیانو سره

ښه په ساتیری تیریږي

 

خو متاسفانه افسوز افسوز

ارمان ارمان ارمان

زمونږ په ارمانونو

یو تیز توند تک تور

باد توفان تندر راولږید

او زمونږ دا ښایسته

زوی یی رانه والوزاوه

اوس هغه ښایسته لایقه

شازاده حالک نه دی

اوس چه مونږه مور اوپلار

وویني رانه تښتي پټیږي

اوس یی کالي خیرن دي

ببر سری په کوسو کی ګرځي

خیر ټولوي له خلکو نه

 خو متاسفانه افسوز افسوز

ارمان ارمان ارمان دی

هغه په چرسو پوډرو قیمار 

اموخته شوی دی

مونږه مور او پلار 

هیڅ څه نه کولی شو

پرته له نه چاري نه

او ژړا او دعا نه

ذبیح الله داوه 

د بد امله اولاد کیسه

د ماشومانو لپاره

 

............

 

 ؛ د ماشومانو دنیا

زه خو لا وړه جینی یمه

چوپه بی اځاره مرغی یمه

لکه غوټی ښایست لرمه 

د ګل شانته ښکلی یمه

ډیره خوږه زبه لرمه

کټه مټه طوطکی یمه

ناز اداګانی ډیری لرمه

نوی په خبرو راغلی یمه

خاصیت د شاه زادګی لرمه

ډیره خوږه خوږه ګلالی یمه

معصومه غوصه خندا لرمه

لکه ګل ورینه ښافیری یمه 

بابا انی سره ډیر ګران نښت لرمه 

د مور پلار ګوډی هر سا-
 بېرته شاته