(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مرضونه

[10.Mar.2017 - 22:11]
مرضونه/ ‌‌‌‌‌‌ډاکتر حمیدالله  زړور ساپی 
الله تعالا پیدا کړي په پرېماني مرضونه
په دنیا او مافیها کې ډیر انتاني مرضونه
انتاني نه مې مقصد دی میلیونونو میکروبونه
چې په سترګو لیدی نشي ذره-بيناني مرضونه
دزيړي ويروسه یې نيسه ترچينجيانواوغوماشو
څه سليم دي څه خبيث دي آن سرطاني مرضونه
 
له آدم او حوا مخکې په نړۍ نور موجودات ول
خدای خبر څه ول نومونه دیو،پیریانو! مرضونه
ابلیس ولمسوله حوی په خوړو د انګور دانې
بې-امري د الله وسوه له ناداني مرضونه
بنیآدمو سره مړهء کړل دقدرت او ثروت پاره
دې ته وايي د جاه، هوس اوشهواني مرضونه
 
سر ویښتانو نه نیولې پښو نوکانو پورې ټوله
غړي یو له بل تړلي ،روح-جسماني مرضونه
د یو کور وګړي نیسي، سرایت کړي ګاونډي ته
جسم ، روح او روان څه چې، دځانځاني! مرضونه
یو چی ډیره خوري شَکَر شي،یا بډوډی یا ځیګر شي
بلخوا میندې مړې په اولاد،خوارځواکیانې مرضونه
پر مسکین،یتیم رحم نسته، شفقت دلسوزي نشته
د بیځایه کبر،فساد، ظلم فرعونياني مرضونه
 
له نصوار،سګرټ ېې پیل کړي؛چرس ،اپین باندې شي روږدي
ڼنګ ،ناموس ورځينې درومي، معتاداني مرضونه!!
 
څوک ځان وزني،څوک قام وژني دیوڅوپیسولپاره
ولسونه قتل-ې-عام کړي  موډرن -خاني!  مرضونه
 
یوویشتمې پیړۍ انسان،لا هم وژني خپل نژادان!
ساپی زړه ور حمیده!څه علاج د آني مرضونه؟
-
بېرته شاته