(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[01.Mar.2017 - 12:10]

واپس جوړ اوده بخت د پښتنو راغلی دی
دا شوق چې په زلمو کښې د پښتو راغلی دی

هر څو کۀ صراحى ورپورې خاندى په خټ خټ
ساغر ته خو فطرت د اسويلو راغلی دی

لا کېف پکـې سېوا شى چې شراب شى پخوانى
زلمی شو چې ادب په زړېدو راغلی دی

رنګ رنګ ګلونه راغلل د پښتو ادب په چول
اوس وخت ايله د سترګو غړېدو راغلی دی

قربان چې کهکشان ترېنه ښکاريږى د مقصد
دا ګرد د هغه تېرو قافلو راغلی دی

هستى چې ورکېدو ته شوه نزدې زما د درد
مجبور په ننواتې د زبېرګو راغلی دی

حمزه جوړې شعرونه دې ټول خوب وزانګول
دا نن شپه چې دې ذوق په ارګمو راغلی دی

 

Amir Hamza Khan Shinwair

-
بېرته شاته