(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکبیر ستوري

[18.Feb.2017 - 15:25]

د پـښـتو ســندری

زار دې  شـــــم  قــــلـــمـــه ،د پـــــښـتــو ســـــندرې لــــیکـــه

بـیا  د پــښـتـونــــخــــوا  د  ســــرد رو ســــندرې  لـــیــکـــه

 

زه خـــپله ټـــپه په خــپــل ربـــاب کــــې غــــــږول غــــواړم

سـاز پـه یکه زار او  یــــه  قــربـــان شـروع کـــول غــــواړم

زه قـــا مي وحـــد ت ،پـه زور د مـینې  جــــوړول   غــواړم

 

مــا تـه د خــپل قـــــا م  د نـــنـګــیــالـــو ســـــندرې لــیکــه

زار  دې  شــــم  قــــلـمــه، د پـــښـتـو  ســـــندرې لـــیــکــــه

 

زه د ژونـــــدون نــاوې، خــپل کالـه تــه راوســتل غـــواړم

زه ویــده شــعــور، د پـــښـتـونـــوالـي  ویـــښـــول غــواړم

زه پــښـتو لـیکل ، پـښـتو ویـل، پـښتو لـوستل غواړم

 

مـــاتــــه د خــــپل کـلي ، د حـــجــــرو ســـــندرې     لــیکــه

زار دې شــــــم  قــــلـــمــه ، د  پـــښـتو  ســــنــدری  لـــــیکــه

 

زه تـا  نـه  قــلـمه،  تـــــیــره  تـــــــوره  جـــــــوړول  غــــــــــواړم

تـا تـه  د خـــوشــحـال نـیـکه،  پــټـــکی پـه سرول غـــــواړم

لاره مــېپــښـتو ده،  د پــښـتو پـه  لاره  تـــلــــل غـــــــواړم

 

ســـتـوري تـه د ژونـــد ، د  پــسرلـــو  ســنــدری لـــیـــکـــه

زار  دی  شــــم  قــــلـمــه ، د پـــښـتـو  ســـــندرې لـــیــکــــه

­­­­­­­­­ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 ســیـاسـی پــیـژنـد

ویـــښ شــه ،رابــېدار شـــه، وخـت دې بیا د امتحان دی   ـ  ای پــــــښـتـــون ځــــلـــمیه

بې د پــښتو   ژبـې  نه، ســیا سـی پـیـژ نـد دی ګـــران دی   ـ  ای پــــــښـتـــون ځــــلـــمیه

 

پــا څـــــیــږه ، پـا څــیــږه  د حــــالا تـــــو رنـــــګ بــد ل کــړه

دې ډ ول حالا تـــو کــې ،خــــو سخـت زمونـــږ ګــزران دی

ویـــښ شــه ،رابــېدار شـــه، وخـت دې بیا د امتحان دی   ـ  ای پــــــښـتـــون ځــــلـــمیه

 

خـپل پـیژ نــد سـمبا ل کـه، پـه پـــښتو او پــښتونـوالـي

بــې له خپل پــيـژ نـد نـه ، پــیـژنـد لـی څــوک جــهان دی

ویـــښ شــه ،رابــېدار شـــه، وخـت دې بیا د امتحان دی   ـ  ای پــــــښـتـــون ځــــلـــمیه

 

بــرخه د پـــښتــو چـې خــوري، لـیکل پـه پــښتو نـه کـوي

لـــری لــــه مــقــــا م کـړه ،کـــه وزیـــر او کــــه ســلـطا ن دی

ویـــښ شــه ،رابــېدار شـــه، وخـت دې بیا د امتحان دی   ـ  ای پــــــښـتـــون ځــــلـــمیه

 

ســــــتـوری وائـــــي ،قــــا م چـــې کــــلـــه ژبــه رســولــی ده

وتــــی پــه قـــا مــونــو د د نــیــا کــې نــــــوم نـــشــان دی

ویـــښ شــه ،رابــېدار شـــه، وخـت دې بیا د امتحان دی   ـ  ای پــــــښـتـــون ځــــلـــمیه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پـښتو ده  مـیـنـه

پـښـتو کـوم، پـښــتو پــالــم پـــښــتـون ځــلــمـی یـمـه زه

د پــښــتــو ســر خــپــل زاروم د قـــام بــــچــی یــــــــمــه زه

 

د آزادۍ او خــپــلــــواکـــــۍ نـــــشــه پــه ســــر کـــې لـــرم

د غــــرو لـــــمــنــو کـــــې اوســــېـــــږم  غــرنــــی یـــــمــه زه

 

د اتـــفــاق او ورورولــــۍ تــــخــــم مــــالـــــت کــــې کـــرم

وږمــــه د ســــــولـــې خــــپــرومــه پـــســرلــــی  یــــمــــه زه

 

پــښـتـنې  مــور   پۍ یو  کې ځــواک د قــربـانــۍ راکــــړی

د قـــــام وطــــن او د پــښــــتـو نـــه ســپــیـلـــنــی  یـــمـه زه

 

پـښـتو ده مینه، چـې د مـیـني ســتـوری تل ځلانــد وي

خـدمـــت د مــیـنــي بــــه کــوم چـې څــو ژونــــدی یـمـه زه

پۍ یو  (شیدو)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د وعـا

د مــیـنــي د ښـــمـنـان واړه مــــیـن او عـــاشــــقـان کــې !      یــــــا ربـــــه د انـــــــســـان !

تـــوان د مــحــبـت زړه کې پـــیـدا د هـــر انــســـان کـــې !      یــــــا ربـــــــه د جــــــهــــان!

 

چې هــر یــو تـن مــیـن شـــي پــــه انــــصــاف او عــدالــت

د زور نـــــه وي نـــــــفـــرت

ســـــولـــه ،ارامــــــي شـــي او  ژونــــــــــد ون  وي د عــــزت

د هـــــــر قـــــــام او مـــلــــت

بــنـسټ او لسـولي  شي، چـې هـر تـن وي پـه امـان کــې!

تـــوان د مــحــبـت زړه کې پـــیـدا د هـــر انــســـان کـــې !      یــــــا ربـــــــه د جــــــهــــان!

 

چې نـشت نوم د ښکیلاک او دزبیښاک شي پـه دنـیا کــې !

قــــایـــــمــه ورورلي شـــي

هـر څـوک پـه کار لـــګــیا شي د ژونـد ون په ارتـقا کې!

پـــدې لار کـې ســیـالــي شــي

شـریـک شـي اولـسـونـه ټــول پـه ګــــټـه او تــاوان کې !

تـــوان د مــحــبـت زړه کې پـــیـدا د هـــر انــســـان کـــې !      یــــــا ربـــــــه د جــــــهــــان!

 

نـقـشه کې د نـړۍ جـوړه د ســتـوري پـښـتـونـخـوا کې !

چــــې زړه د اســـــــــیــــا دی

تــوان  د اتـفـاق  پـــه پـــښــتــنـو کـــې راپــــیـدا کــــــې !

چــې لـــوی ارمــان زمـــا دي

بچي  مـې  د وطـــن ټـــول د پـــښـتـو پـــه لار  روان کـې !

تـــوان د مــحــبـت زړه کې پـــیـدا د هـــر انــســـان کـــې !      یــــــا ربـــــــه د انــــــــســـــــان!

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د میـرویـس بابا پګړۍ

بچي  دې  د پـښـتـون  ډ یـــر  شـي  کـه  لروي او کـه   بر

هـر ګـوټ کې دې پـیـدا شـي د خوشحال نیکـه  لـښکــر

 

د پـت،   ښـیګــړې  ،تــورې ، ورورولۍ ئـې جـوړه  خـټه

پـه نـنـګ کـې  ئــــې اښـکـلــی  د پــښــتـون  هـــــډ او ټــبر

 

پــښـتـو او پــښـتـونــــوالي  وروڼـي کــې ئــې ونـــغــاړه

ای پــــلاره! د مـیـرویــس بــابــا پـــګــــړۍ  کــړه  ورپــسر

 

چـې سـر ټـیـټ  نهکـړی غـیر ، تـه  ازادۍ ســندرې وايې

او تــورې   د  ښـکـیـلا ک   تــه  ئـې سـیـنه  وی لـکــه سـپـر

 

د تورې او قـلـم  خـاونـد  چـې هر پـښـتون  بــچـــــی  شـي

نــو هـــلــه  بـــــه روښــــانـــه  شــي  بــېا ســــتـوری د سـهـر

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د قـام بـچـی

پـــښـتوکــوي، پــښــتـونـــولي  د قــام بـچــو کې شته دی

پـت او ښیګـړه ، توره او  ورورولي پښتنو کې شته دی

 

پــښـتـانــه  یـــــو  دي ،یـــو  تــاریــخ  او  یــو  کــلـچــر  لری

یــوه  ئــې  ژبــــه  نــنـــګ  پــښــتـو  ئــــې  هــــر  ټـــبــر  لـری

د غــیــرت نـښـې  د مــشـرانـو پـه شـمـلـو کــې شــته دی

پـــښـتوکــوي، پــښــتـونـــولي  د قــام بـچــو کې شته دی

 

پــښــتــون قــامــونـود دنــیـا کــې پــخــوانـــــی قـــام دي

وتی  ئـې نـوم  دي ، نـنــګیـالـــی او مـــــــیــړنـــی قـــام دی

د ازادۍ مــیــنــه ئـــــې ویـنـې  د  رګـــو کـــې شــــتـه   دی

پـــښـتوکــوي، پــښــتـونـــولي  د قــام بـچــو کې شته دی

 

مــیــلمـه پــالــنـه ،ئې صــفـت  ده لــويې  د یـرې     لـریــنـه

په ټــنګ ټکــور، مـنـګي  ربــاب، تـودې حـجـرې لـریـنـه

رڼــا د ژونـد ئـې ،د هـسک سـتـورو پـلوشو کې شته دی

پـــښـتوکــوي، پــښــتـونـــولي  د قــام بـچــو کې شته دی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د حـرکـت فـلسـفـه

پــښـتـنـې مـور د نـنګ ځـانـګـو کــې ځـنـګـــولـــی یــمـه

پـــلار پـــه اوږه پــــه غـــرورغــــو کـــې ګـــــرزولـــی یــمـه

 

د پــت، ښــیـګــړی  او وفـا، پــټکی بـه کــوز نــه کــړمــه

پـښـتـون  زلمی   یـم پـه پـښـتـو  بـانـــدې ښــاغلی    یـمه

 

د ازادۍ او خـــپــلـــواکــۍ  نـــــشـه پــــه ســـر کـــې لـــــرم

د ســــر بــــازۍ  ډګــــر تــــه، تــل پــه ګــــډا تـلـلـی   یـــمــه

 

ځــمـه جــانــان پـــســې اخــر بــــه ئــــې د ځــان کـــړمـــه زه

د حــــرکــــت پــــه فــلــســــفـــه ښـــه پــــــوهــېــدلـــې یــمـه

 

ســتـوري يـوازي نـه دی،  هـــر یـــو انـــډېـــوال ئــې وائي

خـــــدمـــــت د قـــــام او دوطـــــــن تــه مـــلا تــړلـــی یــمــه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د پـښـتون سـړیـتوب

پـــښـتـون ویــــاړي  پــــه  پـــــښـتو ، پــــښـتو ګــــــړیــږي

پـــښتون نه دی  پــه پـــښـــتـو، چــــې نــــه پــــوهــــــیــــږي

 

پــــښـتو ،  پــــــت ، ښــــیــګــــڼـه ، تــــــــوره او وفــــــــا ده

چــې ورزیــات کـړي نــنـګ پـــښتون تـریـــنـه جــوړیــږي

 

دا  خــــویــونــه   د پـــــښـــتـــون د  ســـــــړیـــــــتــــوب  دي

بــې پــــښـتو چـــې شــي پــــښــــتون  کــلـه یــــا د یـــــږي

 

ســــــتــوری وائـــــي مـــــا ده  ښـــــــه  ډ یـــــره  څــــــیــړلــی

تـــش پـه ویـنه بـا نـــد ی څـــوک نــه پـــښــتــون کــېــــږي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لـویـه فـلـسـفه

فـــــــلـــســـفــــــــــې بــــــــــه د دونــیـــا راټـــــــــولــــــومــــــه

د پــــــښــــــــتــــو او پـــښــــــــنــــونـــــــوالـــــــي زارومـــــــه

 

دا زمـــــــا پــــښـــتــونــــــولـــي   لــــــوی فـــــلــــســـفـــه  ده

څـــــــــه حــــــــاجــــــــــت د فـــــلــســـــفـــو نــــورو لـــــرمـــــه

 

د پــــښـتـــو پـــښــــــتـونــــــــولـــــۍ پـــــــه لار روان یـــــــم

پـــــدی لاره بـــــه تــــــر عــــــــــمــــره پـــــــــورې ځـــــــــمـــــه

 

د جـــــــرګـــــو ســـــیـــســـتــــم خــــو، ښـــــه    ولــسـولی ده

دا ســـیـــســــتـــم بــه د جـــــــرګـــــــــو پـــــــــراخـــــوومــــــه

 

دا زمـــا د عـــــزت، پـــــــــت او نــــــنـــګ قــــــــانـــــــون دي

د جـــــرګــو پــــریـــګـــــړه پـــــه ســـر ســتـرګـــــو مــــنـــمــه

 

چـــې تــمامــه پـښـتونـــخــــوا پـــرې شـي خــوشـــبــویـــه

هـــــرې خــــــــواتــــــــــه د پـــــښـــــتــو ګــــــلان کــــــرمــــــه

 

ســـــتــوری تــــا کــــه پـــســـرلـــی د پــښــتـــو جــــوړ کــړ

بــېــا شـــــمــلـــــه د نـــــنــــګ بــــــه جــــــګـــــه وتـــــړمـــــــه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پـښـتونـخـوا

مــــونـــږ پـښـتانـه یـو ځـانـته خـپـله پـښـتونـخوا غواړو

ســیـاسـي تـاریــخ  ژونـــدی کـــوو نـــوي دنــــیـا غــواړو

پـــښــتـونــولی پــالــو مــونــږ

اولــــســـولــی پــالـــو مــــونــږ

ټـــولـــــنـــولـــی پــالــومــونــږ

وروری مـــــنـو د غـــــلامــــۍ نـــــه وتــی ســــا غـــــــواړو

مـونـږ پـښـتانه یـو ځـانـته خـپـلـه پـښـتونـخـــوا غــواړو

دا خــــپــل وطـــــن   خـــپـلـوو

دا خـــپــل  چــمــن   خــپــلــوو

دا خـــــپل  ګــلــشــن  خـــپـلــو

پـخــپـــلــه خــــاوره کـې خـپـل واک اقـتـدار بـیـاغـواړو

مـونـږ پـښـتانه یـو ځـانـته خـپـله پـښـتونـخـــوا غـــواړو

د خـوشــحـال خـان بـچــي یـو

د مــیـرویـس خـان  بـچـي یـــو

د ایــــمل  خــــان  بـچــــي  یــــو

د بـــــاچـــــا خـــــان پــه لار روان ســــتوری رڼــــا غــــواړو

مـونـږ پـښـتانه یـو ځـانـته خـپـله پـښـتونـــخــوا غــواړو

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شـمـلـه

رنــګ ته رنــګ د مینــې ورکړه، تازه کړه د یارانی رنګ

وخــت روان دی نــه ودریــږي ،نــوی کړه د قافیلــی رنګ

 

پښتو مخـکې کړه جانانه، چې کړنــلار دې پـښـتـنه شي

خپل قــامـې تـشـخـــص غــواړه، بــدلــوه د زمـانـې رنـګ

 

د پـښتو په لار روان شه.، د جـرګــو دود  را ژونـــدي کــړه

په جرګـو تل بدل کړي ، مــونــږ د هــر راز کشالــي رنــګ

 

د وفـــا تـار کــې امـیل کــړه ،د پـښـتو رنـګ   رنـګ  ګلونه

افـضـل خـان تـه ئـې ډالـۍ کړه چې ئې خوښ دی، د جرګې رنګ

 

چې د ننګ اوغیرت، بت « ۱» کې هـسک کې ستورو تـه رسـیږي

پام کـوه!  بـې پـــته نه کــړي ، د پــګـــړۍ  اود  شمـلـې   رنګ

۱ ) هغه مواد چې د پګړۍ شمله پرې نیغه ودریږي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شـریک کـور

زمـــونــــږ مــلــک د ګــڼ قــا مــونــو شـــریــــک کـور دی

پـــدې  مــلک کـې  هـــر یـو قـا م ، د بـــل قــــا م ورور دی

 

د خــپل شــمــېر په کـچ ، حــــق،  هــر قـــام تــــه پــــکــار دی

هــسی نــه چــــې د یــــو تــــش د بـــــل ډ ک شــــکـــور دی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ســپـارښـت

ســــوچ او انــــــد مــــــــورنــــۍ ژبــــــه کـــښې اســــان دی

پــه پــردی ژبــــــه کــې ســــوچ انــسان تــــــه ګــــــران دی

 

د مــــــاشــــــــوم    پــــــه مـــــورنــــــــــۍ ژبـــــــــه،  روزنـــــــه

ســــپــارښــــــت ســـتوریـــه د هـــر یــــو  سـا پــــوهـان دی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لـوړ تـهـذ یـب

چــې لــــــوې شـــــوي دي پـــــه جــګــو جــګـــو غـــرو کـی

غـــــیـرتــــــونـــــه شـــتــه ســــــیـــنــو د پـــــښــتــــنـــو کــې

 

پـــه  قــــــامـــــونـــــو د د نــیـــا کــــې  مـــیـلــمــه  پـــال دي

ټــنګ ټـــکــــور ئی هــره شــپه شــــتـه دی حـــجــــرو کــې

 

د هـــــــــــــنر ســـــره یې   د مــیـنــي دا ثـــــــــــبـــــوت  دي

شـــاعـــرانـــو  دي ســــــتـــا یــــــلــــي پــــــه مــــــسرو کــې

 

د ښــــمـــنــان   یـې  پـــــــه  وژو  بــــریــالـــی نـــــه شــــــول

څــومــــره زور شـــتـــه دي پـــــه ژبــې د پـــــــښــــتـو کــې

 

دا یـــــــوازې   ژبــــــه  نــــــــده،  لـــــــوړ  تـــــــهــذ یـــــب  دي

لـــــــویــــــه ده  لــــــه  نــــــورو  ژبـــــو  پــــــه  غـــــــږو  کــــې

 

د پـــــښـــتـو د اســـــمــان  ســــتـوري  دي روښـــــــان  وي

چې ځـــــــلـــیږی تـــــل د غــــــرونـــــــو پـــــه ســـــــرو کــې

                          وژو: وژل

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د پــښتو ضـرورت

سیاسی واکمن که پښتانه شي ،پښتوکانـدي دسرکار ژبه

هــم  د ښـوونــځـی ،  هم  د  دفــــتر،  هـم  د خـپل  کار    ژبـه

 

بـیا بـــه پــوهــان او امیان حس کړي، ضــرورت د پـښتـو

پـښتو بـه شي بیا د پوهـنې ، تـجـارت او د روزګار ژبـه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پـښتـو ژبه

چې هــــم تــهـــذ یـب دی ، هم خـــوږه د ګــړیـد و ژبـــه ده

مـلــګــــرو غـــوږ شـئ، دا زمـونـږ خـپله پــښــتو ژبـــه ده

 

د فـــــن ښـــکــلا ده،د هــــنــر پـــه ګـــلـــد رو کــې اوسي

د روح غــــــــذا ده، د ســـنــدرو او نــــــغـــــمــو ژبــــــه ده

 

خــټـه ئـې خــدای د پـــت، ښـــیګـڼی او وفــــا جـوړه کـړه

د پـښـتـونـخـوا د د نـګـــو غــرونـــــو ســــردرو   ژبــــــه ده

 

ښــه ئی کـړه یا ده، چـې بیا سوچ هـم پـه پــښـتو کې کوی

د ژونـــد ګـلــــــبـڼ کــې د ژونـــد ون د تـــرانــــو ژبـــــه ده

 

مــنـګـی  ربـاب سره چې مل شی، نـــو حـــجــری تـــود وي

پـه خــا ص کــونـړ کــې دا د ســــتــوري د مــسرو ژبــه ده

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دغـیـرت امـتـحان

تـــوره او قـــلـــــم راتـــه مـــیــراث پــــاتـــي لـــه پـــلار دی

زه قـــلــــم نـــه تـــــوره جــــوړومـــه،لــیــک  مـــې کـار دی

 

ول بــــه د قــلـــم د  پټـکـي  ډک  زه لـــه  غـــــیـرتـــه  کـړم

بــېــا مــــې د غــــیــرت د امـــتـــحـان  راغــلـی  وار دی

 

ژبـــــه بــــه د قــــام او د  ولـــــس خــپــلـــه درنــــه کـــړمــــه

نـنـګ کـه څـوک کـوي ، نـو پـه پښتو بــانـدې پـکـار دی

 

لــیـک او لــوســـت پـــخـپـلـــه ژبـــه لار د پــرمـخـتـیـا ده

هـر قـام چـــې اوچــــت خـتـلـی ،  تـلـلـي   په   دې لار دی

 

نه چـې کړی پـښـتو، په پـښـتو بـانـدې پـښــتون نــــه دی

ســتـوری دا پـښـتـو خو د پـښـتون ډول سیـنـــګــار دی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ژونـد

د پـــښــتون   ژونـــد پــه پـښـتـو  بــانـــدې  پــتمـن دی

بــې پــــښــــتـــو چـــــې شــــی لایــــــقـه د کــــــــفـــن دی

 

چـــې پــــښــتـون  وي،  بې پـښـتـو  ژونـد کـــوی نــه شی

ســتـوری وائـې پـــښـــتـو ســـاه او پــــښــــتـو تـــــــن دی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

جـنت

چـــــې پــښـــــتـو  دوزخـــــی  بـــــولــي  مــــخ ئـې تـور دی

پـــه پـــښـــــــتـون  بــــــــانـــــــدې  حــــــرام د دوزخ اور دی

 

دوزخــــي   ئـې  پــــــه   ویــلـــــــو   جـــنـــتــــي   شـــــــــې

د پــــښـــــتــو ژبــې  جـــــــنـــت کــــې کــلـــــی کـــــور دی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د قـام مـینه

پــــه لــــفـــظـــونـــــو ئـې تـــصــــویــــــر انــځــــــورومــــــه

څـــــــــو خـــــــیـــالـــــــونــــــــــه ئـې د ســـــــره زارومــــــــه

 

چـــې د قــــام د مــیــنـی یـــاد پــــکــې خــــونــــدي کـــــړم

خـــــــیــال تـــــــــه رنـــــګ د زړه د ویـــــــــنــو ورکـــــومـــــه

 

چــــې تـــوان داتــــــفــــاق پــــښــــــتـون پــــیـــــدا کـــــــړي

او ســـیــاســی پـــیـــژنـــــد خـــــپــل قـــــام تــــه وګـــــټــمه

 

صــــدقـــه او ســـپـــېـــلـــنــی چــــې لــه خـپــل قـــــام شــــم

بیا پـه مــــرګ مـــې پـــــروانـــــه شــــتــه کــــه ومــــــرمـــــه

 

چــې جـــنډه د پـــښــتــون جــــګــــه تـــــر اســــمــــان شـــی

ســــــلامـــــــۍ تـــــه ئـې زه ســــــــتـوري ودر ومــــــــــــــه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د پښتتون  فیصله

پــښـتـــون فـیــصلــــه وکـــړه دې کــې بـلـــه نــــه ځـاېــږي

دا خاوره د پښتون به، پــښتـونـخــوا په نـــوم یــادېــږي

 

دا حق د هر یو  قام دی چې پخپله نامـه ئـې مــلــک وي

او ژبــــه ئـې د مــــلــــک پــــه دفــتــرونــو کې  چـلـیــږي

 

تر څو چې پښتانه او پښتونـخـــوا وي ویــشــل شــــوې

نــــو  امـن مـنـطــقــــه او پــه نــــړۍ کــې نـــه ټـیـنــګــېـږي

 

دامن لــه خـــاطـــــره دا ویـــــش نــور نـــه پــاتـــې کــيــږي

دا واړه پــښــتــانــه بـــه یـــو مـــرکــز بـــانـــــدې ټولـیــږي

 

د وخـت دا تــقــــاضــــا ده، ســتــوری  وائـې دا بــه کیږي

نـــقـشـه کـــې د نــړۍ بــه پــښـتـونـخـوا نوم لیکل کیږي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

وار

د پـلار نـیـکـــه وار تـېـر شـو، وار زمـونـږه د پـښـتو دی

ورکـېـږو کــه یـــو نــــه شــو، ضــرورت د یــو کــېـدو دی

 

دوخـــت ســـره بـــه ځـــو، یـا بـه وخـت ځـانــه ســره بــېـایـو

دوخـت سـره کـه ځـو،نـو زیـاتـې وخــت د خـــوځـېـدو دی

 

کـه وخـت ځان سـره بـیـایـو نـو د نـنـګ  تـوره  راواخلئ

چې وخت ځان سره بـیـائې دا خـو کـار د نـنـګـیـالــو دی

 

مــیـراث د نـنـګ غـیـرت چـې د نـیـکـونـــو دی  راپــاتـې

دا وخـت ځـان سره بیایو، وخـت د وخـت د بـــدلـېـدو دی

 

چې ســتوری د ســبـا د خـپلـواک ژونــــد دی راخــتــلــی

د خــپـل مـلـک جوړېـدو تـه وخـت راغلـی د جرګــو دی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سوچ د ژبی بڼه ده

چـــــــا ویـــــل تـــــــــــش د پــــــوهـــــــــېــــدو نـــــــــښــه ده؟

ژبـــــــــــــه د قــــــــــــــام د پــــــــــېــــژنـــــــــــدو نــــــــــښـــه ده

 

ســـــــــــوچ هــــــــم د ژبــې یــــــــوه بـــــــڼـــــه ښـــــکــــاري

ژبــــــــــه د ســـــــــــــوچ د لــــــــوئـېــــدونـــــــــښــــــه ده

 

چــــــې خــــپـــلــــــې ژبــې تـــــه قــــــام پــــــام نــــه کــــوي

نـــــــــــو ئـې هـــــــمــــدا د ورکـــــــــېـــــدو نــــــــښــــه ده

 

بــــــې ژبــــــــــې قـــــــام وده کـــــــولـــــــــی نــــــــــه شـــــــــې

ژبـــــــه د قـــــــام د پــــــــرمــــــخــــــتــــــلـــــــو نـــــــــښــــه ده

 

ســـــتـوری پــــــښـــــتـــو بـــــانـــــدې پــښــــتـــو په کار ده

پـــــــه ژبـــــــــه نـــــــــنـــګ د نـــــــنــــــګــیـــالـــــو نـــښـــه ده

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نوی ملالـۍ

ځـان دې سـپـېلـنـی که!  زار د خـپلـې پښتونخوا نه شه

ای پــښـتـنې پـــیـغـلـې د پـښـتـو د بــاغ بــاغــوانــه شـــه

 

دا پــښــتــنه خـــــاوره د وخـــت نــوې مـــلالــۍ غـــواړي

جــوړ کــړه یــو لــښـکـر د پـیـغـلو مخکـې ئې روانــه شه

 

وخـــــت نـــه ایـسـارېـږی قــافـــلـــې د ژونــد روانـــې دي

درومــه د مــنــــزل پــه لـــــور ډیــوه بــــلــه روښــــانــه شــه

 

ســتــوری بــه کــېــسې ســتــا د مـېړانې او غیرت کـوي

پــورتــه کــه جــنــډه د پــښــتـون ،جـګــه تــر اســمــانه شه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سـباوون

مـــوږ پښتانـه یــو، پــښـتــو ژبـــه او قــانــون دی زمــوږ

پــه پــښـتو چــارې ســمـوو پـــښتــو ژوندون دی زمــوږ

 

پــېـژنـــــد ګـلــوي د هــر یــو قــام پــه ژبــه او دود کــېـږي

چې پــښتو وايي ، او پـښتو کوي پــښـــتــون دی زموږ

 

په تـش نــسـب ، بې له پــښـتو، پـښـتون کـېدای کله شي

پـښـتـانـه  تـل  وايــي  پـــښـتـو ســره  تــــړون  دی  زمـــوږ

 

پــښتونولي د ژوند بنسټ دې ســتــوری وايـي پـه جـار

د ژونــد تــیــارو کې پـښـتـونـوالـه سـبــاوون دی زمـوږ

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ژوندون څراغ

زه پــــښـتـون زلـــــمی یــم پــښـتـنې مــور نـه پـیـدا یــمـه

مـیـنـه کـې د ښــکلـو زه مــیــن په پــښــتـونـــخـــــوا یـمـه

 

مـا پـــښــتـو کـــول د پــښــتــنې مــــور نـه زده کــــړي دي

پــت یـــــمــه، ښــــېـګــــړه یــــمـه، تــــــوره او وفــــا یــــمـه

 

مــیـنــه پښـتـنـه مـې پــه ځــوانـــۍ بــانــدې راغــلــــې ده

ځـکــــه د قــام مـیـنـه کـــې تـکـلـیـف نــه بــې پــر وا یــمـه

 

مــا تــورو تــــیــارو کې د ژونـــدون څراغ  بــل کــړی دی

اوســــمه پــه غـرونــــو کـــــې د غــــرو د ســــر رڼــا یــــمــه

 

قــام تــه مــې د ســــولـــــــې ازادۍ پــــیـــغــام راوړی دی

زیـــــری د ژونــــدون یــــم  رڼــــا ســـتــوری  د سـبـا یــمــه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سـر ټـیټی مـشر

د هـــــغــه مـــــشـر ســــــر ټـــــیــــټ دی نــــه جــــګــــــــېــږي

چــــــې د خـــــپـــل اولـــــس پــــــه ژبــــه نــــــه پــــوهـــېــږي

 

چــــــې د خــــــپـل کـــلـــــتــور او ژبــــې نــــــه پــــــردی وي

داســــــــې مـــــــشــر د قـــــــــام کــــــلـــــه پـــــکـــارېــــــــږي

 

د ســر ټــــیــــټ مــــشـر پــســې مــــــه ځــــه پـــــښــــــتــونـه

د هــــغــه ســــــر چـــې ټــیــــټــــېـــږي ســتـا ټــــیـــټـــېــــږي

 

ســتــا شــمــلــــه د اســــمــــان ســتــورو تــــــه رســــــېــږي

ټــــــیـــــټ ســـــر کــلــه دې شــــمــلـــــې ســره جــــــوړېـــږي

بېرته شاته