(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امن

[10.Feb.2017 - 23:01]

د امن تراڼه

بلې کړئ د امن شمعې بلې کړئ
تل تورې تيارې له وطن لرې کړئ

تګ کوو اسمان ته له دنيا سره
ځو به هر ډګر ته له رڼا سره
ژوند به تيرو تل له خندا سره
مونږ ته ذده د علم ملغلرې کړئ
بلې کړئ د امن شمعې بلې کړئ

ټول د پښتونخوا د باغ ګلان يو مونږ
مور وو د وطن, چې پرې ودان يو مونږ
دي وطن له ستوري د اسمان يو مونږ
ژوند راته نغمې نغمې سندرې کړئ
بلې کړئ د امن شمعې بلې کړئ

غواړو چې راتلونکې  وو روښانه شي
پيغلې او زلمي خبر له ځانه شي
ټوله پښتونخوا به بيا ودانه شي
خلاصې مو له جهل نه وزرې کړئ
بلې کړئ د امن شمعې بلې کړئ

دا ترانه شان ما ډېر وخت وړاندې ليکلي وه. بيا رانه هغه ډايرې ګډه وډه شوي وه. نن مې هسې ذهن ته راغله نو دا يو څو بندونه يې ياد وو.
په درنښت
نجيب زيری

-
بېرته شاته