(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوله

[10.Feb.2017 - 14:28]
  1. سوله رانغله

زمونږه زړونه مات کڼډر کڼډر شول ته رانه غلی
د دنیا غمونه پڼډ د پښتنو په سر شول ته رانه غلی
جنت نیشان وطن یی چور تالا شو د کافرانو رنګا
 رنګ بمونه په مونږ راګوزار شول ته رانه غلی
کله به مو هیر شي چی ودونه یی راته په سرو وینو ولړل 
د ناوی او زوم کالي ریخی ریخی تار تار شول ته رانه غلی
پراته لکه لاش یو له ناچارۍ نه ساح اخلو د دنیا خوشبختیو مخ
رانه اړه ولی ده زمونږ هم زړونه ورنه سبر شول ته رانه غلی
خیالي وطن یی مستامیره کړ په یو سو ډالرو ذبیح الله وایي په 
مونږ مشران بی سواده بی مسلکه بی غیرته اشرار شول ته رانه غلی

ذبیح الله شريفي

ګران وطنه

ستا له لوړ تاریخ نه قربان شمه وطنه
مړ به ستا د صولی په ارمان شمه وطنه
غیږ د ټوله شوه له کوڼډو ایتمانه ډکه
ورته حک پک هیران شمه وطنه
کلونه وشول چی جنګیږو د نورو د ګټو لپاره
د حالت ته ډیر پریشان شمه وطنه
بی غیرته اشرارو خرس کړی په ډالرو ولی
زه د کوم اشرار په سر باندی توفان شمه وطنه
هره ورځ مري خیالي ځوانان وطن ټول هیدیره هیدیره سو
ذبیح الله وایي بیاصوله څه کړم زه به له د پاني دنیا روان شمه وطنه

ویناوال او لیکوال


پاک شهیده دپښتنو سپاریښتن الله ته وکړه ؟

الله درکړي جنتونه عنامونه خانه صمد خانه
د پښتنو یووالي دی ول ارمانونه خانه صمد خانه
د ستا او پاچا خان په هجران کې پښتانه یاغي باغي شول
د یوالي لپاره دی ډیر وکړل کارونه خانه صمد خانه
زمونږ مشره پاڼی د تاریخ ویاړي ستا په خدمتونه 
تر سو چی دا دنیا وي تا به یادونه خانه صمد خانه
پاک شهیده لیږسپاریښتنه خو د پښتنو وکړه الله ته
هر پښتون ته چی ګوری ده فریشانه خانه صمد خانه
د ذبیح الله قلم وایي خدای دی فردوس جنت په نصب کړه
نور د په مخه ښه شه په ټولو پښتنو ګرانه خانه صمد خانه

ذبیح الله شريفي

 

-
بېرته شاته