(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ژوندونې مړه پښتانه

[07.Jan.2017 - 13:31]

سعود بنګش
هر  څوک  په  ژوندوني  ورته مړه وايي
صـد  افسوس  همدې  تـه  پښتانه  وايې

غرق دې شي، تباه دې شي،برباد دې شي
نور  به  سړی  دې مخلوق  ته څه وايي؟

هــر  رهـبـر  خـبـر  دی  له  اصلي  قــاتل
ویرې نـه يې نوم هيڅ پر خوله نـه وايي

مـــوږ  کلي   کې  جهل  تــــه  رڼــا  وايي
مــوږ  کلي  کې  علم  تـــه  تـیـاره   وايي

نن  سـبـا  بــارودو  تــه   دې  سیـمـه  کې
هیڅوک  بـارود  نـه  وايي،  رانجه  وايي

وږي   پـښـتـانــه   يې   هم   ویلی   شي
مـه   وایـه   پاړسي   تشه   مـاړه   وايي

عقل  وايي  نه  شي  یـو   کېدی  پښتون
یو  بـه شي همېش  راته خپل  زړه  وايي

مـاتې  شـه  سعوده!  هـغـه  خولې  ټولې
مړه  پښتون  ته  کومې چې ویـده  وايي
سعود بنګښ

-
بېرته شاته