(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سیاسي که فاشیستی

[31.Dec.2016 - 21:50]

طنز محمود نظری 
سیاسي که فاشیستی ګوندونه؟! 
ګوند دهغه د بنسټ ایښودونکی مغازه ده
ټوله مادي معنوي ګټه دهغه د پټاټو تر پيازه د ه
دنیا کې  دګوند د مشر تاکل په ګوندي ټاکنو کیږي
دمشر دکورنۍ چپله دبل چا ټاکل دلته معجزه ده
جمعیت یانی رباني  اسلامي ګوند یانی ګل البدین
ددوی وروسته یې د زامنو تر منځ ډزه ډوزه ده
دا وطن په سلو کالو په دې ګوندونو نه جوړیږي
چې یوې کورنۍ ټو ل ګوند ته اچولې لکه آس کېزه ده
هر ګوند خپل لغړیان خر ه تر بل تر آسه ښه ګڼي
ددې خبرو پرته  بل خبره ورته هسې ارتاویزه ده
بدسیاست ، بده ژبه،   یومذهب دګوندونو اساس دی
قوم پرستي یې بیا یو ه بله ټنده سره غالبوزه ده
د ټولو ګوندو اساس له اوله شخړه جګړه ستیزه ده
چور چپاول ،قتل ،غلا  او فساد یې اصلي غریزه ده
زموږشورا کې درې سوه وکیلان نه سره جوړیږي
د هرې فیصلې پایله يې د هغه سکالو جنازه ده
دې فاشیستی ګوندو نو ته د سیاسي ګوندو نوم ورکول
 دعقل خبره نه  ده  دا په دیموکراسی یوه پچموزه ده
د نیا بل ختا باسي موږ پوهان ځان ختا باسو خپله
دا خبره د ټولې  دنیا پوهانو ته سمه دمه  ډاګیزه ده
دنیا هم د خپلې ګټي لپاره دلته په مرکه راغلې ده
ددې ګوندو به شتون کې دهغو سمه چرچه مزه ده
دوی هم وطن پلوري هم مور هم پلار هم خپل ځان
په دې ګوندونو دپردو سمه جګه  چونګه پزه ده
پردي پیسې راستوي او بیرته یې دسود سره باسي
دنیایي ختا ایستلې  د زړو تعمیرونو په کوازه ده
چې اشغال پای ته ونه رسي  هر ورځ به بده خوړسکه وي
اوس یوازې په واک کې  دیو ګوند بیهیدلې جلغوزه ده
ګوند خوشاله چې موږک یې په مقام کې دپيل کار کوي
لس زرو ډالر و پورته يې د وطن فروشي اندازه ده
داچې اطراف دبل دي امنیت نسته کار او بار نسته
علت یې  دا دی په څوکی د څو خرو د کج غیږ مبارزه ده
پچموزه( ملنډه) ، ډاکیزه ( ښکاره)
 

 

-
بېرته شاته