(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[28.Dec.2016 - 00:59]

لاړ که مې نظر شي زه به ستا لارې ته ګورمه 
را دې شي اجل خو د وفا لارې ته ګورمه
څو به مې نظر کوي مزل په حجابونو کې 
څو به دې د خلکو نه په غلا لارې ته ګورمه
ستړی یم د خپل فکر تر کوره رسیدای نه شم 
وړی یم د چا ورکې سودا ، لارې ته ګورمه
پټ رانه منزل دی د رسمونو په ګردونو کې 
ستا په لوري ځم خو د دنیا لارې ته ګورمه
نه پریږدي اعظمه د یادونو محفلونه مې 
مخکې مخکې ځمه خو په شا لارې ته ګورمه

ارواښاد ډاکټر اعظم اعظم

 

-
بېرته شاته