(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاچاخاني

[21.Dec.2016 - 10:06]

پاچاخاني پکار ده!!
پښتنو داسې خوار و زار ولې يئ.
په سمه لاره شئ بې لار ولې ئی.
سوچ خو مو شته ستاسو د سوچ ترجماني پکار ده.
باچا خاني پکار ده.باچا خاني پکار ده.
خپله پښتو لکه د مور اوساتئ.
خپله حیا لکه د خور اوساتئ.
د وخت له نمونې شئ وروڼو.
ځان له په هر کلي کې ورور اوساتئ.
د نفرتونو نه څه نه جوړیږي.
د دې جنګونه نه څه نه جوړیګي.
انسانیت او سړيتوب زده کړئ.
د دې ظلمونه نه څه نه جوړیګي.
تاسو دا یو بله بې زار ولې يئ.
پاتې د میني له اظهار ولې يئ.
پښتنه مینه پاکه مینه افغاني پکار ده.
باچا خاني پکار ده.باچا خاني پکار ده.

-
بېرته شاته