(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مینه

[17.Dec.2016 - 10:52]

که زما مینه په تاده خطا نه ده
که بې تاده ناروا ده روا نه ده 
څوک چې بې داستا له مخه بل ته ګوري
آئینه یې ناصفا ده صفا نه ده
هرعاشق چې په خپل یا ر پسې ژړاکا
داژړا واړه خندا ده ژړا نه ده
که ته بل ځله له ماسره جفا کړې
ستا جفا واړه وفاده جفا نه ده
هغه تیر شو چې مې مینه په غلا غلا کړه
اوس په درست جها ن رسواده په غلا نه ده
معشوقه که دخپل سر په بها مومی
ورحمان وته وړیا ده بها نه ده

-
بېرته شاته