(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هله بودجه ولګوله

[07.Dec.2016 - 21:10]

طنز
محمود نظری
 
خاین ته نوې سزا کشف سوه
 
پنځه یي ګانې یې لا زده نه وي خبریال سي
لا پنځه پټکې یې زده نه وي سیاستوال سي 
چلي غټګوپه دې ملک کې ښه مزې وکړې
د ښه غله زوی لا د مور به نس کی ډګروال سي
ساده پټانان  په دې ښارکې کله دوام کوای سي
یوازې مور ازاره  لوچکان دلته لازوال سي 
په لویوغټو خبرو خلک دلته اوس چاغیږي
کوچنی  کیسه بر  دلته کله  لوی کوټوال سي 
چې په حمام کې ږغ خپل یو واري واوري
سبا بیا تلویزیونو کې پتلون څیري قوال  سي
پيسه ډالر دلته په واکمنو ډیرښه لګیږي
پوخ واسطه دار مو اخیرنسلي واکوال سي 
تر هر څه ساز او موسیقي ډیره وده کړې 
ښه سازي دلته تر ټولو ښه چغنیوال سي
هغه  ټګ پر مخ ځي دې ښه ودان وطن کې
چې هر ه ورځ یې  له مشره سره جنجال سي
هغه چې دې وطن ته تر پردو غلو ښه غواړي
زموږ واکمنو ته هغه طالب یا  ترهوال سي 
هغوچې زموږ وطن سم و پلور او ویجاړ کړ
هغه دامریکا لخوا زموږ غټ پازوال سي
هغه چې بیګناه تر ټولو بیخی ډیر مړه کړه
هغه اخیر ارشد مشاور وزیر یا ښاروال سي
 دښځو او سپین ږیرو حقوق دلته خوندې دي
ځکه لوی  لواط او زناکار  اول مرستیال سي  
دیموکراسي ده واکمن هر څه کولاي سي
باید هر کارمند دخاینانو غوړه مال سي
کنه خدای دي ساته  د مرستیال له زاړه متاره
  وايي په لسو متارانو د بدو دبدبه کله پایمال سي
خوشحاله وم دخیره یوخاین بهر محاکمه سو 
خبرنه وم خلکو  ته لا  ښه د هغه دسپي اعمال سي
مشر وایي هغسې خاین ته خدای ورکوي سزا 
ولي زما ګران خاینان ناحقه اوس سر بدال سي
یو وار اوازه سو ه څنګه محاکمه خاینان سي
 ښه جزا ده که د وستم اوباډیګاردان یې فعال سي
دا ډاډ  درکوم خیانت له دې وطنه ورکیږي
که یو  وار دا نوې سزا  ونیول په نیک  فال سي
د خاین د کالو ځای به ونیسي  ټیمي پرتوګان
ان دارګ سینګاریان به اغوستی  ترپال سي
ددې ښه مرستیال  بله ګټه نسته بیله دا
دا کار به وړونکی د اسکار جایزې د کال سي
خدای دی ان خاین د اخیري  برچې ساتي
په دې سزا به ټو ل خیانتونه دلته ډوکال سي
نوم به په دې کار د مشرانو ډیر  والامقام سي
ځکه مشهور  به یې ابتکار داول مرستیال سي
ټول خاینان به له وطنه په یو تراټ وتښتي
په بل څه ولس خوښ نسو په دی به خوشحال سي
دا ډول طبیعي سزا په دنیا کې ښه ابتکار دی
ډبل متفکر به باچا او دهغه اول مرستیال سي 
دارګ هغه نارینو ته چې سینګار کوي په کار ده 
چي له  دوستمه ساتونکی دخپل مالاومنال سي
چغنیوال ( نداف ) ډوکال(قحط)
 ​

 

 هله بودجه ولګوله!
 د وحدت وزیرانو ولي و نه لګوله بیا بودجه
ځکه د ا هل کار نرانو  ډیر دي د اهل کار امجه
اهل کار پکې لکه په مرچکو کې خواږه پیدا کیږي
ټول واکمن دلویو غلو دي  زوی، اخښی اوباجه
موږ  ویل ستا کابینه  به وي لکه تا ښه متفکره
هغوهم بل څه زده نه وه لکه تا بیله ټنجه پنجه
دهر یو سترګې یوازې ړدي ختلي وې رشوت ته
هر یوه هغه کوله چې په کې  وه سوچه ولجه
موږ ویل دا وزیران به  خوله کړي دولس خوږه
خبر نه وه د هر یو کارخوندکوه لکه د هینجه
دهر واکمن شاوخوا خپل دوستان  راټول کړه
هغوی د هغه  دخوشحالی لپاره  ټولوله جیجه
بیا  جشن جوړ یږی په ارګ  کې لپاره دښه کابینه
بیا به د وزیرانو په سر  وي  غروته د ختلو لانجه
ګلاجان به یې مني ګل مرجان به وا یې نه منم نه نه
هر یو به ورکوي خپل ږغ ته لکه پتنګ ته مانجه
یو به وایي بې سواده  ښه غل وزیر زما مقررکړه
باید د شورا ی نظار وي وزیر   کل مختار ه بی تجربه
وزیران د اهل کار په اساس نه باید وی اهل د واسطه
بیا هم منفی ده  منفی د بلې کابینې دکار اخیره  پایله
دهر وزیر سره خپله ارګمشر کوي ښه غوړه مصاحبه
ورکوي دواکمنو شیر خوارو زامنو ته د ستر جنرالي رتبه  
د نرو بریتورو وخت تیر سو په دې خوار وطن کې
اوس واک دی د شیک مرییانو او لوی پایڅه خوجه
دا وطن ناعلاجه ناروغ دی باید به زیارتو وګرځول سي
مخکې د پیر کیري اوس د  ترامپ مرشدغواړي پنجه
دواک سیاسي ناروغي همداسې وي اوس په دنیا کي
سیاسي ناروغ کله لري د پیر دخولې دتف پرته خورده 
هغه چي دواک پسې مړه پراته دي امریکا او اروپا کې
هر یو دخپلي ګتې لپاره کوي لکه بیزو هر خوا  ترانجه
عین وایی هله زما غلو وزیرانو بودجه په ګنډه وهئ 
بګیلانو ته به غین صیب وډنګوئ د غاو  بانډ و باجه 
په دې وطن کې دهیڅ چا په سترګو کې غیرت نسته
د وحشت دولت  کوي د نا هلو وزیرانو لاهم سیله
ترانجه ( ترپکه ) ، خوجه ( بې خټو)،جیجه( باج)،ټنجه پنجه ( نازونخره)، بوڅه( ډد)، امجه( یزک)

 

-
بېرته شاته