(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غل هم مسلمان وي

[03.Dec.2016 - 10:19]

غل هم مسلمان وي

یو ملا وو نصرالدین په نوم بللی
په ساده مسلمانۍ خلکو منلی

نه ملا وو په جومات کي نه امام وو
نه په طمع د زکات د چا غلام وو

له سهاره تر ماښامه یې خوارۍ کړې
نه ګدا وو نه یې چا لره زارۍ کړې

سپینه ورځ به یې پر ځان باندي تیاره کړه
په حلاله نفقه یې ګوزاره کړه

چي هر کال به سو موسم د اخترونو
په پورونو کي به غرق سو تر غوږونو

نه پیسې یې د کالیو بسېدلې
نه زامنو نه مېلمه ته رسېدلې

د ملا صاحب همدغه تریخ ژوندون وو
له سهاره تر ماښامه شواخون وو

یوه شپه یې کورته غله وه ورلوېدلي
خدای نا ترسه ظالمان په زړو ناولي
 
چي په ژوند کي یې څه مال وو رانیولی
د عمرونو په خواریو یې ګټلی

که څه لوښي څه بړستني څه جامې وې
که څه نغدي څو غیرانه څو پیسې وې

غلو ترې جوړي کړې څلور او پینځه پلنډي
لا یې وکړې په ملا پوري ملنډي

د ملا تر زړګي ویني څڅېدلې
د مورا پر مخ یې اوښکي بهېدلې

له ناکامه ملا ږغ کړل ظالمانو
په زړه سختو ګناهکارو جاهلانو

هغه زوړ جای نماز پرېږدی زما په کار دی
زه ملا یمه همدغه مي روزګار دی

غله ور زږغ کړل ستا په نزد موږ کافران یو؟
موږ په زړو کي تر تا ټینګ مسلمانان یو

هره ورځ کوو پینځه وخته لمونځونه
را معلوم دي د ښار ټوله جوماتونه

چي تر کوره دي راغلي په تیاره یو
همدا اوس انډیوالان په اوداسه یو

او که نه وي نو خبره ده آسانه
جوړوو په جای نماز پینځه غیرانه
 
ملا سمدستي له قهره په خندا سو
چي خپل حال ته یې ور پام سو په ژړا سو

ویل اې د بندګانو رهنمایه
هم غفار یې هم قهار یې لویه خدایه

دا خروړي سپي چي تاته پر سجده سي
نه له تا نه بنده ګانو شرمنده سي

لوټوي ستا د مظلوم بنده مالونه
پرې کوي د بېګناه خلکو سرونه

لا نارې وهي چي موږ مسلمانان یو
خیر که غله یو خو په زړو کي مومنان یو

له بړستنو یې را تشه کړله خونه
له یخنی څخه مي رېږدي اولادونه

نه په پور نه په خواري څه پیدا کېږي
خدایه سوړ ژمی به څرنګه تېرېږي

غل او مل دواړه لګیا دي په لمونځونو
موږ ړانده یو ته مالک یې زموږ د زړونو

ټول د ورځي په جامه کي د انسان وي
د شپې غله سي په زړه سخت لکه لېوان وي.

عبدالباري جهاني
د ۱۳۹۵ کال د سرطان د میاشتي څلورمه

-
بېرته شاته